ډونالډ ټرمپ د فلوریډا، مسیسیپي، اوکلهوما، ټینیسي، جنوبي کاریلونا او الباما ایالتونه وګټل او پدې سره یې تر دې دمه د انتخاباتي رایو ۹۵ شو. کاملا هریس بیا تر دې دمه ۳۵ انتخاباتي رایې لري. هغې د ماسیچوسیټس، کنیټیکټ، روډ آیلنډ او مرلینډ ایالتونه ګټلي دي.
د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجو اعلان پیل شو
د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د انډیانا، لویدیځې ویرجنیا او کنټکي په ایالتونو کې ګټونکی دی. بل پلو بیا د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس د ورمانټ ایالت وګاټه.
ټرمپ تر دې دمه ۲۳ او هریس درې انتخاباتي رایې لري.
یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ رایې وګتي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ګټونکی شي.
د امریکا په ټاکنو کې د جعلي خبرونو د خپرېدو او داخلي مداخلو خبرداری
د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) د ټاکنو سره همهاله امریکایانو ته د جعلي خبرونو او د ټاکنو د ګډوډولو په اړه د ځینو هېوادونو د مداخلې خبرداری ورکړی دی. پوره جزیات یې دلته ولولئ:
د امریکا په ټاکنو کې به کوم ګوند د کانګرس اکثریت ترلاسه کړي؟
د متحدو ایالتونو په عمومي ټاکنو کې د جمهور رئیس د ټاکلو تر څنګ به رایه ورکوونکي د کانګرس، استازو خونې او سنا، غړي هم ټاکي. دا ټاکنې ولې مهمې دي? په دې راپور کې یې ولولئ: