د لاس رسي وړ اتصالات

ژوندی ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټل

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د منتخب ولسمشر په توګه د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

۰۰:۴۳ ۱۶.۸.۱۴۰۳

جبارخیل: عام امریکایان د امریکا د ټاکنو له پایلو نه ویره لري

د امریکا د داخلي سیاست کارپوه قمرالدین جبارخیل وایې د نورو داخلي موضوعاتو سربیره د امریکا ملت په منځنی ختیځ کې د امریکا له دریځه خوښ ندي او ممکن دا مسله د امریکا د ټاکنو په پایلو اغیزه ولري. د ښاغلي جبارخیل په خبره د امریکا ددې انتخاباتو د پایلو په هکله هم د امریکا ولس اندیښمن دي چې کواګې د تیر ټاکنو په شان ممکن کوم ټیم د ټاکنو پایلې و نه منې.

۰۰:۳۴ ۱۶.۸.۱۴۰۳

داوودزی: د امریکا د سږکال انتخابات د افغانانو لپاره تر بل هر وخت مهم دی

په پاکستان او ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داودزی وایې د امریکا د په تیرو څو لسیزو کې د امریکا ټاکنو ته هیچ کله افغانان دومره لیواله نه وو، لکه څنګه چې د سږکال انتخاباتو پایلو ته په تمه دي. د داودزي په اند ، افغانان فکر کوي چې د امریکا راتلونکې مشرتابه به په افغانستان کې د امریکا تیرې تیروتنې به بیرته جبران کړي، خو د ښاغلي داودزي په نظر که افغانان پدې تمه وي چې د امریکا په سیاسي مشرتابه کې بدلون ممکن د افغانستان د رژیم د بدلیدو لامل شی، داسې به ونه شي. هغه وایې ممکن د افغانستان سیاسي حالاتو کې توپير راشي خو رژیم به بدل نشي.

۰۰:۳۱ ۱۶.۸.۱۴۰۳

فضل حق حقمل: امریکايي ولسمشران د خپلو ملي ګټو په پام کې پریکړې کوي

په متحده ایالتونو کې د افغانانو د انسجام ادارې (اوفا) مشر فضل حق حقمل د امریکا د ټولټاکنو په اړه وایي ډونالډ ټرمپ یا کاملا هرېس که هر یو یی ټاکنې وګټي نو لویې پریکړې به د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وکړي. د ښاغلي حقمل په باور د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس/رئيسې نه د نړیوالو غوښتنې دا دي چې په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې جګړې هرڅه ژر بندې کړي.

۲۲:۵۲ ۱۵.۸.۱۴۰۳

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج کله اعلانېږي؟

د کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ سخت انتخاباتي رقابت په اوو پرېکړه ټاکونکو ایالتونو پنسلوانیا، مېشیګن، وسکانسن، شمالي کارولینا، جورجیا، اریزونا او نویدا کي دي. نتایج به هم د رایو د شمېر سرعت ته په کتو اعلانېږي، په خاص ډول په دغو ایالتونو کې.
د ټاکنو د چارو کارپوهان په دې باور دي چې په دغو اوو ایالتونو کې د رایو له شمېرلو وروسته به نتایج ممکن د سه شنبې په ماښام او یا چهارشنبه سهار اعلان شي او یا ښايي د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو په څېر څو ورځې ونیسي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG