د ترکیې د استانبول په ښار کې شاوخوا ۷۰ افغان سیاستوال او د مخکني حکومت چارواکي راټول شوي وو او د «ملي خبرو اترو» تر عنوان لاندې یې دوه ورځنۍ غونډه وکړه.
د رسنیو د راپورونو په اساس، دا غونډه د جمعې او پنجشنبې په ورځو کې وه او پټه شوې ده.
په غونډې کې د «ټولو سیاسي اړخونو ترمنځ د صادقانه خبرو اترو» په اهمیت او د «بین الافغاني مذاکراتو» په بیا پیلولو ټېنګار شوی. همدغه راز د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه شوې او ستونزو ته د حل د موندلو او سیاسي ثبات د بیا اعادې په اړه هم په کې بحثونه شوي دي.
د «ملي خبرو اترو مجمع» دا غونډه بللې وه، ویل کېږي چې دا یو سیاسي بنسټ دی. راپورونه وايي د طالبانو له حکومت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې دې غونډې کې ګډون وکړي، خو په غونډې کې د هغوی کوم استازی نه و.
د سیاسي چارو کارپوه محمد هاشم دانش امریکا غږ ته په دې اړه وویل که دا ډول غوندې د افغانانو ترمنځ د تفاهم لپاره کېږي، «باید د افغانستان په ښارونو کې» وشي او طالبان یې باید د جوړولو مسئولیت ولري.
نوموړي د دغې غونډې ګډونوالو ته په اشارې وايي: «ځینې خلک چې په دې غونډو کې ګډون کوي، پخواني حکومتي چارواکي دي چې د فساد سابقه لري او د نړۍ او افغانانو په تور لستونو کې شامل دي او هغوی نه شي کولای چې د افغانستان د اینده په اړه رغوونکې ونډه ولري.»
راپورونه وايي چې د غونډې د ګډونوالو په لست کې د فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، نیلوفر ایوبي، فرخنده زهرا نادري، جعفر مهدوي او عبدالقیوم سجادي نومونه وو. همدغه راز ویل کېږي چې حبیبالرحمن حکمتیار د «حزب اسلامي» او عالم خلیلي د «وحدت اسلامي» د ګوندونو په استازیتوب په دې غونډې کې ګډون کړی و. په سویس کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندیشه، بشیراحمد تهینج، سید انور سادات، اصیلا وردک، شاه محمود میاخیل او محمدعالم هم په غونډې کې وو.
د راپورونو په اساس، د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني مقاماتو حکمت خلیل کرزي، مصطفی مستور او ادریس زمان د دغې غونډې کوربانه وو.
د سیاسي چارو کارپوه او پخوانی ديپلومات غوث جانباز وایي د «بین الافغاني مذاکراتو» د موثریت لپاره باید «ټولو هغو افغانانو ته چې په دا ډول غونډو کې ګډون غواړي، لاره پرانیستل» شي او په خبره د یو شمېر مشخصو خلکو له لوري چې د بندو دروازو تر شاه غونډې کوي، د افغانسان د خلکو نمایندګي نه کوي.
دانش وايي د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالې ادارې کولای شي دا ډول غونډو لپاره د ګډونوالو په ټاکلو کې ونډه ولري چې د ټولو افغانانو استازیتوب کولای شي.
ویل کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو مقاماتو حکمت خلیل کرزي، مصطفي مستور او ادریس زمان د دغې غونډې کوربانه وو، خو دوی یو هم په خپلو رسمي ایکس حسابونو کې د دې غونډې په اړه لا څه نه دي لیکلي دي.
د طالبانو حکومت تل ټېنګار کوي، چې افغان سیاستوالو ته یې دروازې خلاصې دي، خو دغې ډلې د همه شمول حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
په طالبانو د نړیوالو انتقاد دا دی چې حکومت د خپل غورځنګ له غړو جوړ دی او د نورو قومونو او فکرونو استازي په کې نه شته. خو طالبان وایي چې حکومت کې یې د ټول افغانستان استازيشته.
فورم \ دبحث خونه