د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو غوښتنه کوي


په کندهار کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

په کندهار کې یو شمېر کروندګر شکایت کوي چې د کیمیاوي سرې لوړه بیه او د باکیفیته اصلاح شویو تخمونو ته نه لاسرسی د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. دوی وايي چې د مالي امکاناتو کمښت او د کرنیزو حاصلاتو د ښه ودې لپاره د کیمیاوي سرې اړتیا، کروندګر له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

نظر محمد، چې په خپلې ځمکه کې د نعناع کښت کړی دی، وايي چې په جنوبي سیمو کې زیاتره کروندګر پرته له کیمیاوي سرې ښه حاصلات نه شي ترلاسه کولی. د هغه په وینا، په مارکېټ کې د کیمیاوي سرې یوه بوجۍ په ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې زیاتره کروند ګر یې د نیولو توان نلري.

نوموړی زیاتوي: "زموږ غټه ستونزه کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونو دي. له همدې امله، د حکومت څخه غوښتنه کوو، چې زموږ سره د کیمیاوي سرو او تخمونو په برخه کې مرسته وکړي."

XS
SM
MD
LG