د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر، خالد چې تقریباً لس کاله وروسته یې شولې کرلي دي، وايي له شولو په جریبه ۱۲۰ منه وریجي اخلي او بیه یې هم په بازار کې ښه ده. په چهاردره کې، چې پخوا د شولو د کرلو لپاره مشهور وو، له تېرو اته کالونو راهیسې د اوبو د کموالي له امله شولې نه وې کرل شوې. سږ کال د اوبو په نسبي زیاتوالي سره، یو شمېر کروندګرو بیا شولې وکرلې او له حاصلاتو خوښ دي.