کروندګر د باکیفیته تخمونو او نباتي درملو نشتون د حاصلاتو د کمښت اصلي لامل بولي.
د پداسې حال کې دی چې د طالبانو حکومت لخوا پر کوکنارو د کښت بندیز دوه کاله پوره کېږي او په بلخ کې ډېری کروندګر چې له دې بندیز وروسته یې د غلو کښت ته مخه کړې، وايي چې د نباتي امراضو له امله یې فصلونه زیانمن شوي او خپل کړي لګښتونه نه شي پوره کولای.