هغه زیاتوي که د دې بدیل فصل پراختیا لپاره مرستې وشي، نو کروندګر به د کوکنارو پر ځای له حلالو کښتونو څخه لا زیات عواید ترلاسه کړي.
په ننګرهار کې کروندګر د ګنیو له سږني حاصلاتو خوښ دي
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ کروندګر،سږ کال د ګنیو له حاصلاتو خوښ دي او وايي چې د دې فصل عواید تر نورو کرنیزو فصلونو څو برابره زیات دي. ددغه ولسوالې یو کروندګر مجاهد ملکزی، چې په خپلو ځمکو يې د جوارو او ګنیو کر کړی، وايي چې د ګنیو حاصلات یو جریب شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ عواید ورکوي او زحمت یې هم کم دی.