د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار ته راستانه شوي کډوال د کرنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي


کندهار ته راستانه شوي کډوال د کرنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

له پاکستان څخه یو شمېر نوي راستانه شوي کډوال چې اوس وخت په کندهار ولایت کې مېشت دي، د سبزیو په کرکېله بوخت دي، خو دوی ګیله لري چې  پدې برخه کې ور سره نه حکومت او نه هم  خیره مؤسسو مرسته کړې ده

محمد رفیق چې د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د رومیانو په کرونده کې بوخت دی. دې وايي چې په شنو خونو کې د سبزیو په کښت کې تجربه لري او غواړي چې له دې لارې د خپلي کورنۍ اقتصادي اړتیاوي پوره کړي، خو‌ په خبره یې، دلته ورته د شنو خونو اسانتیا نده برابره ترڅو له خپلې تجربو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG