د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال په کندز کې د انګورو حاصلات ښه وو - کروندګر


سږ کال په کندز کې د انګورو حاصلات ښه وو - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

د کندز – کابل د لویې لارې په اوږدو د علي اباد ولسوالۍ په انګور باغ سیمه کې د انګورو پلورونکي وايي، چې هر کال د انګورو په موسم کې پر دغه اوږدې لارې انګور پلوري، ځکه پر دغه لاره زیات شمېر مسافر تېرېږي.

د علي اباد ولسوالۍ یو تن کروندګر نجیب الله چې په شل جریبه ځمکه د انګورو بڼ لري‌ او سږ کال له حاصلاتو څخه خوښ دی وايي، چې پر دغې اوږدې لارې هر کال انګور پلوري، ځکه چې په دغه ځای کې یې خرڅلاو زیات دی. دی وايي کندز بېلابېل انګور لري، چې زیات خواږه دي او پر لارې تېرېدونکي خلک یې خوښوي.

خو دغه کروندګر د انګورو په ساتلو کې له ستونزو سره مخ دی او وايي، چې که د دوی حاصلاتو ته سړې خونې جوړې شي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته صادر شي، نو انګور به یې په ښه بیه خرڅ‌ شي.

XS
SM
MD
LG