د لاس رسي وړ اتصالات

‌ سږ کال د انګورو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات  شوي - د کندز بڼوال


‌ سږ کال د انګورو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات  شوي - د کندز بڼوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په کندز کې د انګورو بڼوال وايي، چې سږ کال د انګورو حاصلات د پخوا په پرتله زیات شوي، ځکه چې تېر ژمی کې د انګورو تاکونه یخ ونه وهل. اجمل صدیقي، چې د چهاردرې ولسوالۍ د ماما خیلو کلي اوسېدونکی دی او په ۲۵ جریبه ځمکه انګور کرلي، وايي چې ۱۷ بېلابېل ډول انګورونه لري.

دی زیاتوي، سږ کال یو تاک تر پنځلس منه حاصلات ورکړي دي.

صدیقي د انګورو د نوې بڼې کرنې څخه خوښ دی، چې په چله یي توګه کرل کېږي. هغه وایي، پخوا انګور په سنتي توګه کرل کېدل، خو اوس په یو جریب کې ۳۳۳ تاکونه کرل کېږي، چې د حاصلاتو زیاتوالی یې راوستی دی.

په ورته وخت کې په کندز کې د انګورو بڼوالان وايي،‌ چې ددوی حاصلاتو ته دې په بهرنیو هېوادونو کې بازارموندنه وشي او یا دې په هېواد کې ددوی د حاصلاتو لپاره معیاري کشمش خونې جوړې شي، ترڅو حاصلات یې په ښه بیه خرڅ شي.

XS
SM
MD
LG