د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د بادامو حاصلات زیات شوي، خو کروندګر د ټيټو بیو له امله اندېښمن دي


په کندز کې د بادامو حاصلات زیات شوي، خو کروندګر د ټيټو بیو له امله اندېښمن دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

په کندز کې د بادامو یو بڼوال وايي، چې د پروسږکال په پرتله سږ کال د بادامو حاصلات زیات شوي دي او ددې لوی لامل دا دی چې د سږکال د ژمي او د پسرلي په سر کې د یخ څپې ونه ځپل.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د ماماخیلو کلي د بادامو بڼوال محمد ابراهیم مجیدي، چې په ۲۷۵ جریبه ځمکه یې د بادامو باغ جوړ کړی دی،‌ وايي سږ کال آب و هوا د بادامو لپاره مناسبه وه او په وینا یې بادام یخ ونه وهل؛ نو ځکه د بادامو حاصلات ښه شوي دي.

‌د هغه په خبره پروسږکال یې له یوې ونې یوازې یوه نیمې کیلو بادامو حاصل اخیستلی و، خو سږ کال له یوې ونې له نیم من تر یو من پورې حاصلات اخلي.

دغه کروندګر وايي،‌ چې په ۲۷۵ جریبه ځمکه یې څوارلس زره د بادامو ونې کرلي دي او بېلابېل ډول بادام لري.

دی وايي ستاربایي په کندز کې مشهور بادام دي چې اوس یې یو من په څلور سوه افغانۍ خرڅېږي، خو د نوموړي په خبره د طالبانو واک ته له رسېدو مخکې د یو من ستاربایي‌ بادامو بیه اوه زره افغانۍ وه، چې اوسمهال زیاته ټيټه شوې ده.

کروندګر محمد ابراهیم، چې د چهاردرې ولسوالۍ په لرې پرتې سیمې کې اوسېږي وايي،‌ چې دوی اوبو ته پوره لاسرسی نه لري او خپلې ځمکې سمې نه شي خړوبولی؛ نو ځکه یې په ټوله ځمکه بادام او سپېدار کرلي دي.

دغه کروندګر وايي، که ددوی سیمې ته د اوبو منظمې ویالې جوړې شي نو د بېلابېل ډول میوو باغونه به جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG