د لاس رسي وړ اتصالات

اکثر وخت کښتونه د نباتي امراضو له امله خرابېږي – د کندز کروندګر


اکثر وخت کښتونه د نباتي امراضو له امله خرابېږي – د کندز کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په کندز کې کروندګر له دې شکایت کوي چې د نباتي امراضو له امله یې اکثره کښتونه خرابېږي او په بازار کې موجوده درمل بې کیفیته دي. ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، عاشق الله، وایي چې سږ کال یې په درې جریبه ځمکه کې مۍ کرلي، خو کښت یې بیا هم د مرضونو له امله زیانمن شوی.

نوموړی وایي چې له تېرو شپږو کالو راهیسې د اوبو د کموالي له امله شولې او جوار نه شي کرلی، نو مجبور دی چې مۍ وکري. عاشق الله زیاتوي چې پروسږکال یې له دوه جریبه ځمکې یوازې شپږ منه حاصل اخیستی و، چې خپل مصارف یې هم نه و پوره کړي.

XS
SM
MD
LG