د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ ښار په سړکونو کې هیڅ یو روږدې نه پرېږدو – بلخ سیمه ییز چارواکي


د بلخ ښار په سړکونو کې هیڅ یو روږدې نه پرېږدو – بلخ سیمه ییز چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د بلخ په ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د مزارشریف ښار له واټونو او سړکونو څخه یې ۹۵ سلنه په نشه یې توکو روږدې راټول او تداوي کړي دي.

ددې ولایت د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت دا ادعا داسې مهال کوي،‌ چې د یاد مدیریت د معتادینو درملنې په مرکز کې ۹۷۵ تنه روږدې تر درملنې لاندې دي‌.

د بلخ ولایت د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د 'هدف ګیریو' امر، مولوي عزیزالله خادم، د امریکا غږ ته وویل، چې دغه مدیریت، په تېر یوه کال کې یې ۱۷۰۰ روږدې راټول کړي، چې له دغې شمېر څخه یې ۵۷۰ تنه وروسته له درملنې خپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال د روږدو د درملنې په مرکز کې ۹۷۵ معتادین در درملنې لاندې دي.

د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکی وايي د ښار په کوڅو او سړکونو کې هیڅ یو معتاد نه پرېږدي او‌ ټول به د تداوۍ لپاره راټولوي.

XS
SM
MD
LG