د لاس رسي وړ اتصالات

په بازار کې د بې کیفیته تخمونو څخه د بلخ د کروندګر شکایت


په بازار کې د بې کیفیته تخمونو څخه د بلخ د کروندګر شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په بلخ کې د پیازو یو شمېر کروندګر وايي، چې په بازار کې ښه تخمونه نه پيدا کېږي؛ نو ځکه په خپله تخمي پیاز کري چې ښه تخمونه ترې واخلي او بیا یې په مارکیټ کې په ګټه وپلوري.

ددغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د صالح په نوم یو تن کروندګر وايي، چې له تېرو دریو کالونو راهیسې په خپله له ښو او غټو پیازو تخمونه اخلي او بیا یې کري. د هغه په خبره اوس له خپلې ځمکې ډېر حاصلات اخلي او دا چې په بازار کې ښه تخمونه نه پیدا کېږي،‌ نو ځکه خپله یې دې کار ته مخه کړې ده. د نوموړي په وینا، مخکې به یې چې له بازار نه تخمونه اخیستل نو کښت به یې ښه حاصلات نه کاوه.

بلخوا په بلخ کې زیات شمېر کروندګر په بازار کې له بې کیفیته تخمونه شکایت کوي او وايي چې د حاصلاتو کموالي‌ یو غټ علت یې بې کیفیته تخمونه دي.

XS
SM
MD
LG