د لاس رسي وړ اتصالات

په ټېټې بیې د کرنیزو محصولاتو له پیرودلو څخه د کروندګر شکایت


په ټېټې بیې د کرنیزو محصولاتو له پیرودلو څخه د کروندګر شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

د بلخ ولایت یوشمېر کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو ته د مارکيت له نشتون څخه شکایت لري او وايي چې له دې امله ډېری وختونه خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای.‌

ددغه ولایت د بلخ ولسوالۍ د ده قاضي کلي یو تن کروندګر حمیدالله،‌ چې په څلور جریبه ځمکه کې یې بېلابېل ډول سبزي کرلي‌ دي وايي، د سبزیو په کرلو، زحمت او لګښت ته په کتو ډېره لږه ګټه کوي‌ او یا هم ډېری وخت له تاوان سره مخ کېږي.

نوموړی زیاته کړه،‌ چې ډېر کله مارکیټ ته د سبزیو له وړلو وروسته نا هیله کېږي؛ ځکه په سبزیو زحمت دوی وباسي خو بیا په مارکیټ په سمه بیه نه پلورل کیږي. دغه کروندګر د مارکیټ له بیو خوښ نه دی او په خبره یې، مارکیټ باید کنټرول شي،‌ ځکه سوداګر له دوی حاصلات په ارزانه اخلي‌، خو خپله یې بیا په ګرانه بیه خرڅوي.

XS
SM
MD
LG