د لاس رسي وړ اتصالات

د‌ مارکېټ نشتوالي د تازه میوو سوداګر اندېښمن کړي


د‌ مارکېټ نشتوالي د تازه میوو سوداګر اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په کندهار کې د تازه میوو موسم پیل شوی او د نورو کلونو په پرتله د میوو حاصلات د کیفیت او کمیت له اړخه هم ښه دي، خو بڼوال او د میوو کاروباریان بیا میوو ته د بازار له نشتون څخه شکایت کوي.

د جمعه ګل په نوم ددغه ولایت یو تن بڼوال وایي، د سرو او تورو الوچو سیزن دی، خو د پاکستان لارې د دوی محصولاتو په وړاندې بندې دي او د نورو لارو بیا مالیې لوړ دي چې په اصل کې ټول تاوان یې افغان بزګرو او بڼوالو ته رسېږي.

بلخوا د تازه میوو پانګه وال وایي چې محصولات یې په تېټه بیه پلورل کیږي او حتا دوی خپل لګښت نشې پرې پوره کولای.

د دوی په وینا، د افغانستان د میوو د سیزن په وخت کې تل د ګاونډیو هیوادونو له خوا لارې بندیږي او ستونزې ورته جوړیږي. که څه هم د طالبانو د حکومت مسوولین وایي چې وخت په وخت یې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په موخه هڅې کړي دي.

کندهار د تود اقلیم په لرلو، د میوو زیات حاصلات لري چې د هیواد دننه اړتیا یې پوره کړې او همدارنګه هر کال په زیانه اندازه بهرنیو هیوادونو ته هم صادریږي.

XS
SM
MD
LG