د لاس رسي وړ اتصالات

په سمنګانو کې د غزنیګک د خټکیو مشهور بازار


په سمنګانو کې د غزنیګک د خټکیو مشهور بازار
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

د کابل - مزار شریف پر لویه لاره د سمنګانو په ولایت کې د غزنیګک د سیمې د خټکیو په مشهور بازار کې د خټکیو کروندګر او پلورنکي وايي، چې سږ کال د دوی سېمې ښه خټکي کړي، خو لا هم د بازار او خرڅلاوو له ستونزو سره مخ دي.

پدغه سیمه کې کروندګر وايي چې سږ کال د خټکو بیې ډېرې راټیټي شوې دي او دوی خپل کړي مصارف هم نه شي پوره کولی، د دوی په وینا که حاصلات یې بهرنیو هېوادو ته صادر نه شي، تاوان به وکړي.

یو تن کروندګرعجب خان چې خپل راټول کړي حاصلات یې د غزنیګک سیمې د خټکیو بازار ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي وايي، چې په شل جریبه ځمکه کې یې خټکي کرلي دي. دی وايي چې سږ کال د خټکو حاصلات زیات دي، خو د ساتلو لپاره یې سړې خونې نشته او نه هم بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي؛ نو ځکه خټکي ډېر ارزانه شوي دي.

د غزنیګک د خټکو بازار یو تن دوکاندار حفیظ الله وايي، چې په دغه بازار کې بېلابېل ډوله خټکي خرڅېږي.‌ د هغه په خبره دغه بازار په کال کې شپږ میاشتې وي او د مزار کابل مسافر دلته خټکي‌ اخلي‌.

د حفیظ الله په وینا سږ کال خټکي ډېر ارزانه دي‌. دی وايي د یو خټکي بیه له ۱۰ تر ۵۰ افغانۍ ده، خو خرڅلاو یې کم شوی‌ دی.

سږ کال د هېوا په شمال کې پرېمانه خټکي کرل شوي،‌ د سمنګان ولایت کروندګر وايی حاصلات یې زیات دي، خو بیې یې ټیټي‌ دي.دوی وايي شنې خونې نشته او حاصلات یې خرابېږي.

XS
SM
MD
LG