د میرزا محمد په نوم ددغه ولایت یو تن بڼوال چې څو کاله مخکې یې پر خپله ځمکه د شفتالو بڼ جوړ کړی، وایې چې دا مهال په جنوب غربي ولایتونو کې د بېلابېلو میوو د حاصل وخت دی او بڼوال هیله من دي، چې نه یوازې د کندهار د تازه میوو مارکیټ اړتیا پوره کړي، بلکې ښه عواید به هم ترلاسه کړي.