د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د تطبیق په برخه کې تر ټولو زیات مسؤولیت مېندې او پلرونو لري - روغتیاپالان


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

روغتیاپالان د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې د ميندو او پلرونو ونډه مهمه ګڼي، له همدې امله له هغوی څخه غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتيا ته پاملرنه وکړي.

دغه روغتیاپالان وايي، اوس چې په خوست او سویل ختیځ زون کې د پولیو ویروس نشته، خلک باید خپلو همکاریو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ویروس په دې سیمه کې خپور نه شي.

په هلمند او کندهار کې د پولیو له تازه پېښو وروسته د دوشنبې په ورځ د پولیو پر ضد یو فرعي کمپاین پیل شو، چې شاوخوا اته میلیونه ماشومان به پکې واکسین شي.

په سوېل ختيځ خوست ولايت کې روغتيايي مسؤولین وايي، د پوليو په وړاندې د ماشومانو واکسين کول د دوی حق دی او مېندې او پلرونه يې بايد بې تفاوته پاتې نه شي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټر شېراګل ځدراڼ د ګوزڼ کمپاین د پیل په ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل: "په خوست کې موږ د درې نیم لکو په شاوخوا کې ماشومانو ته پولیو واکسین تطبیقوو. له نیکه مرغه تراوسه پورې په خوست کې کومه انساني او محیطي پېښه نلرو. البته، له مېندو او پلرونو څخه مو دا غوښتنه ده چې له موږ سره همداسې همکار پاتې شي لکه څنګه چې مخکې ؤ، ځکه چې پولیو واکسین د هر ماشوم حق دی او باید هغوی ته ورکړل شي."

د ښاغلي ځدراڼ په وینا د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د پولیو مثبتې پېښې د مېندو او پلرونو د بې پروایي له کبله رامنځته شوي، نو ځکه باید د نورو مثبتو پېښو مخنیوی وشي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: "له بده مرغه په هېواد کې د رامنځته شویو پېښو لامل د ماشومانو د میندو او پلرونو بې غوري ده چې خپل ماشومان یې د پولیو له څاڅکو محروم کړي، نو ځکه د ویروس ښکار شوي. مونږ مېندو او پلرونو ته سپارښتنه کوو چې خپل ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه برخمن کړي ترڅو له نورو پېښو مخنیوی وشي."

په خوست کې یو شمېر میندې او پلرونه چې د پولیو د کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسینوي امریکا غږ ته وویل چې دا یې مسؤولیت دی چې د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي.

په دغو میندو او پلورونکو کې یو یې وکیل خان دی چې امریکا غږ ته یې داسې وویل: "کوم ماشوم چې له پنځه کلنۍ کم عمر ولري باید واکسین شي، که چیرته ماشوم له واکسین محروم شو نو امکان لري چې په نورو ډول ډول ناروغیو اخته شي. دا ضروري دی چې خپل ماشومان واکسین کړو، او د واکسین لپاره یې له خوبه راپاڅوو ځکه که په ناروغیو اخته شي نو بیا یې مور او پلار مسؤول دي."

د خوست بل اوسیدونکی، مولوي کفایت الله فهیمي بیا وویل: "موږ په ټول ولس غږ کوو چې واکسین هیڅ ستونزه نلري، ځکه چې د علماوو له نظارت تیر شوي دي او خلک کولای شي په ډاډه توګه خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي تطبیق کړي، نو ټول قومي مخور او بانفوذه کسان دې له موږ سره پوره همکاري وکړي ترڅو چې سم پوهاوی شوی وي."

که څه هم د پولیو مسؤولین د واکسین د هر پړاو په پیل کې د مور او پلار ونډه اړین بولي او پر دوی ټینګار کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي، خو بیا هم یو شمېر کورنۍ په دې برخه کې بې غوري کوي.

روغتیاپالان له خلکو غواړي چې له پنځه کلنۍ ټیټ ماشومان د هر کمپاین پرمهال واکسیناتورانو ته وښیي او یایې په نږدې روغتیایي مراکزو کې په واکسینولو د دې ساري او ویروسي ناروغۍ څخه خوندي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG