د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر په کمیدو دی– چارواکي


د خوست روغتيايي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د پوليو له واکسين څخه د انکاري کورنيو شمېر ورځ تربلې په کمیدو دي او په دې برخه کې د والدينو مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.

د معلوماتو له مخې اوسمهال په خوست کې څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ نه پرېږدي چې د بیلابیلو لاملونو له مخې خپل کوچنیان نه واکسینوي، خو روغتیایي مسؤولین هڅه کوي چې د منکرو کورنیو شمېر نور هم راکم او هغوی واکسین کولو ته وهڅوي.

د پولیو واکسین باید په منظم ډول د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته ورکړل شي، خو ځينې داسې کورنۍ هم شته چې د بېلابېلو دلايلو له امله د خپلو ماشومانو د واکسين کولو لپاره نه حاضرېږي.

د خوست روغتیایي مسؤولان وایي، چې په دغه ولایت کې د انکاري کورنیو شمېر ورځ تربلې ټیټیږي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر زاهدالله امیري له والدینو دې برخې ته د لا زیات پام غوښتنه کوي او زیاتوي چې د کمپاینونو په جریان کې باید هغوی ورسره د ماشومانو په واکسین کې مرسته وکړي.

نوموړی وایي: ”خلک دې له موږ او زموږ د پولیو رضاکارو ټیمونو سره همکاري زیاته کړي، خپل له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان دې زموږ د پولیو ټیمونو ته راوباسي ترڅو په هر کمپاین کې دوی ته دوه څاڅکې د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.“

روغتیاپالان هم کورنیو ته سپارښتنه کوي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوب پر مهال هم واکسیناتورانو ته راوباسي او د څاڅکو په ورکولو سره یې راتلونکی ژوند له کړاوونو وژغوري.

د ماشومانو متخصص، ډاکټر ګلاب جان صدیقي پدې هکله امریکاغږ ته داسې وویل: ”والدینو ته زما سپارښتنه داده چې د پولیو ویروس په مقابل کې چې کوم واکسینونه ترسره کیږي نږ دوی د له اړوند رضاکارانو سره همکاري وکړي که ماشوم ویده هم وي باید د یو ساعت او یوې ورځې خوب لپاره د خپلو ماشومانو راتلونکی خراب نکړي او هغوی په هر حالت کې د واکسین ټیمونو ته راوباسي ترڅو د پولیو له ناروغۍ نه چې دایمي فلج دی وساتل شي.“

د خوست د مرکز اوسېدونکی عابد خان وايي، چې پخوا يو شمېر کورنۍ د پوليو په اړه پوره معلومات نه درلودل، خو له څه مودې وروسته په هر څه پوه شول او اوس هېڅ کوچنی ماشوم د پوليو له واکسين څخه بې برخې نه دی.

عابد شناس په دې هکله وویل: ”زموږ په شاوخوا کې داسې کورنۍ هم شته چې مخکې یې د واکسین مخالفت کاوه، حتی زموږ د کورنۍ غړو هم اولو وختونو کې واکسین نه کول؛ خو کله چې سم معلومات راکړل شول، او په دې اړه مو د خلکو او نورو ملګرو مشورې واوریدې، قناعت مو حاصل شو او اوس هیڅ د کورنۍ کوچنی ماشوم له واکسین نه پرېږدو، حتماً یې د کمپاین په جریان کې واکسینوو.“

د معلوماتو له مخې د ګوزڼ واکسین په اړه لاهم کلیوالي ناسم روایتونه د افغانستان په غرییزو او لرې پرتو سیمو کې دود دي، چې یو شمېر کورنۍ یې تراغېز لاندې خپلو ماشومانو ته د واکسین په نه تطبیق ټینګار لري

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG