د لاس رسي وړ اتصالات

له پولیو واکسین محروم یو ماشوم ټول کلی له خطر سره مخ کولی شي – روغتیاپالان


په سوېل ختیځه حوزه کې له واکسیناتورانو سره په ځینو سیمو کې صحي مبلغین کور په کور ګرځي او کورنۍ د واکسین تطبیق ته هڅوي. عکس - ارشیف
په سوېل ختیځه حوزه کې له واکسیناتورانو سره په ځینو سیمو کې صحي مبلغین کور په کور ګرځي او کورنۍ د واکسین تطبیق ته هڅوي. عکس - ارشیف

روغتیاپالان وایي له پولیو واکسین څخه یو محروم پاتې شوی ماشوم کولای شي ټول کلي ته خطر پېښ کړي نو له دې کبله له واکسیناتورانو سره د صحي مبلغینو فعالیت د پېښو په مخنیوي کې د پام وړ دی.

په سوېل ختیځه حوزه کې له واکسیناتورانو سره په ځینو سیمو کې صحي مبلغین کور په کور ګرځي او کورنۍ د واکسین تطبیق ته هڅوي.

د پولیو کمپاین پرمهال خوست کې له درنیم سوه زره ډېر ماشومان واکسینیږي، خو له دې واکسین د محرومو کسانو دقیق ارقام په لاس کې نشته.

واکسیناتوران د هر کمپاین په بهیر کې د خلکو تر کورونو ورځي او کم عمره ماشومان یې واکسینوي.

د خوست ولایت یو واکسیناتور، عارف وقار امریکاغږ ته وویل:" زه شپږ کاله کیږي چې د واکسین په برخه کې د واکسیناتور په توګه کار کوم، پخوا له ډیرو داسې پېښو سره مخ شوی یم چې خلکو به قناعت نه درلود او ماشومان به یې نه واکسینول، خو اوسمهال له موږ سره مبلغین شته او هغوی له موږ سره ډیره مرسته کوي، یعنې ډیر کله داسې هم شوي چې کورنیو خپلو ماشومانو ته هیڅ واکسین ندی وهلی، موږ بیا اړوند ډاکټر یا سوپروایزر ته ویلي دي."

د پولیو واکسین بل کارکوونکی، بادشاه نور بیا وايي: "زموږ تمرکز په هغو کورنیو زیات وي چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه تطبیقوي. موږ د هغوی سره ناستې کوو او که راضي نشول بیا یې له ګاونډیانو یا ملګرو سره هم وینو چې خپل ماشومان واکسین لپاره اماده کړي او زموږ غوښتنه دغه ده چې خلک خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه چې دا ویروس ساري او انتقالیدونکی دی، که یو کلي کې یو څوک ورباندې اخته کیږي، بیا په چټکۍ په نورو کې هم خپریږي."

ګڼ شمېر میندې او پلرونه د پولیو له کارکوونکو سره ښه مناسبات لري او د هغوی فعالیت ګټور ګڼي.

د سیمې یو سپین ږیری، نیک امېل خان وايي:"زموږ کور کې شپږ یا اووه هلکان او نجونې شته او واکسیناتورانو ترپنځه کلنۍ پورې په مکمله توګه دوی واکسین کړي دي. تراوسه پورې زما په بچیانو کې داسې ناوړه پېښه نده رامنځته شوې چې یا فلج وي یا بله ناروغي، د خدای په فضل ټول سالم دي."

د دې سیمې خلک له واکسیناتوران خوښ دي او زیاتوي چې په ساړه او ګرمۍ کې هم د دوی تر کلي او کورونو ځانونه رسوي او کوچنیان یې ور واکسینوي.

دا کلی د سلګونو ماشومانو په درلودو سره سره، هان د ګوتو په شمار انکاري کورنۍ هم نلري چې ښایي دا د پولیو د مسؤولینو د منظم فعالیت پایله وي.

د خوست یو تن اوسیدونکی، زاهد افګار وایي:"دا واکسیناتوران په ساړه او ګرمۍ کې زموږ تر کلي او کورونو راځي، ډېر کوښښونه کوي نو موږ بیا له دوی سره دا کمک کوو چې خپل ماشومان مو هرچیرته چې وي دوی ته یې راپیدا کوو چې واکسین شي، که موږ په کور کې هم نه ؤ، نو د کور نورو غړو ته مو ویلي دي چې هیڅ ماشوم باید پاتې نشي، که واکسیناتوران راغلل خامخا یې ورته وباسئ چې واکسین شي."

د روغتیا د برخې مسؤولین له پولیو یا ګوزڼ سره مبارزه د نورو کلونو په نسبت بریالۍ بولي او د ژر مخنیوي لپاره یې د نړیوالو روغتیايي بنسټونو څخه د ډیرو مرستو تمه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG