د لاس رسي وړ اتصالات

روغتونونو کې ولادتونه د پولیو پېښو په مخنیوي کې مثبت اغېز لري - چارواکي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

په سوېل ختیځه حوزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې په دولتي کلینیکونو کې د ولادتونو زیاتوالي سره د پولیو پوښښ ساحه لا نوره پراخیږي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا په دولتي روغتونونو کې ولادتونه د پولیو پېښو په مخنیوي کې مثبت اغېز لري او کورنۍ باید دې ټکي ته خپل پام زیات کړي.

افغانستان کې د ماشومانو د زیږون مسله د مور او ماشوم تر مړینې محدوده نده، بلکې یو شمېر نور عوامل هم شته چې د ماشومانو روغتیایي وضعیت، د سالم زیږون د پړاونو تعقیبول او نویو زیږیدلو ماشومانو ته د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي وقایوي واکسینونه دي، چې په دولتي کلینیکونو کې د اجرا وړ دي؛ خو افغانستان کې ډېره لږه فیصدي خلک خپلې میندوارې مېرمنې دولتي روغتونونو ته وړي.

په سوېل ختیځ کې د خوست روغتیایي مسؤولین پدې باور دي چې د خلکو پوهاوی کچه پدې برخه کې ټېټه ده او که چیرې په دولتي کلینیکونو کې د ولادتونو ګراف لوړ شي پدې سره د پولیو واکسین د پوښښ ساحې نورې هم پراخیدلی شي.

په خوست کې د کلتوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر زاهدالله امیري پدې هکله امریکا غږ ته وویل چې له زیږون سملاسي وروسته نوي زیږیدلو ماشومانو ته د پولیو په شمول د تور زیړي او نري رنځ واکسین تطبیقوي.

ښاغلی امیري وویل: ”د موږ په هره برخه کې د پوهاوي کچه ټیټه ده، نه یوازې پولیو، مثلاً زموږ ډیری خلک اوس هم په دې نه پوهیږي چې ولادت باید په کلینیک کې وشي. که چیرې دوی په دې پوی شي چې ولادت باید په کلینیک کې وشي ممکن زموږ د پولیو پوښښ ورسره زیات شي.“

نوموړي زیاته کړه، ځکه هر هغه ماشوم چې په کلینیک کې تولد شي موږ په هماغه شیبه ورته درې انتیجنه واکسینونه ورکوو (د پولیو، نري رنځ او تور زیړي)، نو که خلک یې له ګټو خبر شي ممکن هرڅوک کوشش وکړي چې ولادت په کلینیک کې وکړي.

د هغه په وینا، د خوارځواکۍ په ګډون د پولیو په برخه کې هم یوڅه ستونزو سره مخ دي، خو هڅه کوي، چې یادې ستونزې په ګوته او د حل لاره ورته ولټوي.

عام وګړي که څه هم د پولیو په څېر معلولونکو ناروغیو په وړاندې د واکسین پر ارزښت پوی شوي خو بیا هم له هغو خلکو غوښتنې شته چې لاهم پولیو بابیزه ګڼي او خپل ماشومان نه واکسینوي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی، رئیس خان په دې باوري دی، چې طبابت کې د پولیو ضد واکسین مخالفت د هیچا په ګټه نه دی.

نوموړي امریکاغږ ته وویل: ”طبابت کې د پولیو له واکسین سره مخالفت کول د هیچاته په ګټه ندی. ځینې خلک فکر کوي چې د پولیو واکسین حرام دی او یا ماشومانو ته زیان رسوي، نو دوی چې دا نور کوم دوایانې (درمل) خوري، آیا خلک یې په ترکیب پوهیږي؟ دا هغه اوازې دي چې اساس نه لري.“

نومړي زیاته کړه، د پولیو واکسین سره زموږ د خلکو ژوند ژغورل کیږي، ټولو خلکو ته زما پیغام دا دی چې پولیو واکسین کومه طبي ستونزه نه لري.

عام باور دا دی چې په افغانستان کې د پولیو په وړاندې روانه مبارزه له ولسي ملاتړ پرته بریا ته نشي رسیدای، نو ځکه باید د ټولنې مهم اړخونه له دغه بهیر سره یو ځای افغانستان له دې ساري وحشي ویروس پاک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG