د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په هکله د شکونو لرې کولو لپاره باید ټول لاس په کار شي - مسؤولین


Afghanistan Polio
Afghanistan Polio

د غزني په ولایت کې د پولیو مسؤولین وايي چې د پولیو واکسین تر شا د ماشومانو له روغتیا پرته بله موخه نشته او هغه کسان چې په دې اړه لا هم شک لري باید د دیني عالمانو، ولسي مخورو او مشرانو لخوا ورته قناعت ورکړل شي.

د دوی په وینا، ځینې خلک په هر څه پوهیږي خو بې پروا دي او خپل ماشومان نه واکسینوي.

که څه هم په غزني کې په دې وروستيو کې د پوليو واکسين له پخوا په ښه توګه تطبيق شوى، خو لا هم ځينې کورنۍ شکمنې دي او خپل ماشومان نه واکسينوي.

په غزني کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول ډاکټر فضل احمد حنیف امریکا غږ ته وویل چې ځینې کورنۍ د ګوزڼ د واکسین په اړه شکمن دي او فکر کوي چې د واکسین تر شاه نور اهداف دي، خو دیني عالمان او ولسي مشران کولای شي چې دا کورنۍ پوه کړي چې ګوزڼ واکسین یوازې د ماشومانو د روغتیا په هدف تر سره کیږي.

د هغه په وينا، ديني عالمان او قومي مشران په دې کار سره کولى شي، چې شکونه لرې کړي.

ښاغلي حنیف وویل: "د پولیو د پروګرام په تطبیق کې د علماوو، مشرانو او سپینږیرو ونډه ډیره اغیزمنه ده، ځکه یو شمېر کسان شته چې پدې تړاو شک لري او تر شا یې نور اهداف بولي، نو یوازې دوی کولی شي د خلکو شکونه او بدګماني لرې کړي."

هغه زیاته کړه: "ځینې خلک دغه واکسین ته دیني اړخ ورکوي، نو که علما په دې برخه کې مداخله وکړي او خلکو ته یې سپارښتنه وکړي، دا به ډیر اغیزمن وي، ځکه چې دوی پر علماو خاص باور لري."

بل خوا د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یو سپین ږیري او قومي مشر، لعل محمد امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ټولې خواوې لاس په کار شي او په ګډه دې خلکو ته قناعت ورکړي.

نوموړي وویل: "ډاکټران، ښوونکي، ملایان، مشران او پوهان د خلکو په پوهاوي او کمپاین کې خورا لوی نفوذ لري. دوی په دې برخه کې کاره معلومات لري او کولی شي خلکو ته سم پوهاوی وکړي، نو له همدې امله زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې د دې ټولنې دغه قشر دې خپل مسؤولیت ادا کړي او خلک دې پوه کړي چې خپلو ماشومانو ته دا واکسین ورکړي تر څو له دې ناروغۍ خلاص شي."

بلخوا د غزني د مرکز اوسېدونکې، بي بي نظیفه هم امریکا غږ ته وویل، چې د خلکو په منځ کې شکونه شته، د عامه پوهاوي کمښت شته او دا ستونزه د خلکو د پوهاوي په ډېرولو سره حل کېدای شي.

نوموړې وویل: "له بده مرغه د افغانستان ډیری خلک په ځانګړې توګه هغه کسان چې په لرې پرتو سیمو او کلیو کې ژوند کوي، د واکسین په اړه نه پوهېږي او ناسم ذهنیت لري، نو ملا امامان، قومي مشران او مخور کولی شي چې خلکو ته ذهنیت ورکړي ترڅو د پولیو واکسین تطبیق کړي او خپل ماشومان له دې ناوړه مرض څخه وژغوري."

له کلونو راهیسې همدا غوښتنه او هڅه تکرار شوې چې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د ټولنې لوستي طبقه، علما او د قومونو مشران لاسونه سره یو کړي او هغه کورنۍ قانع کړي چې شک لري، خو بیا هم ځای ځای دا ستونزه لیدل کیږي او په بنسټیزه توګه نه ده حل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG