په بلخ کې یو شمېر هغو کروندګرو، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز را وروسته د لمرګلي کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې لمرګلی د کوکنارو ښه بدیل کېدلی شي، ځکه ددغې کښت په کرلو لږ مصرف کېږي خو ګټه یې بیا زیاته ده.
د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر محمدزیب، چې دوه کاله کېږي د لمرګلي کرلو ته یې مخه کړې ده، وايي چې پروسږکال یې له یو جریب لمرګلي څخه اتیا زره افغانیو پورې حاصل اخېستی و، نو ځکه یې سږ کال بیا کرلي دي.
د چمتال په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته د لمرګلي کرلو ته مخه کړې ده.
کروندګر محمد زیب وايي، د لمرګلي حاصلات له نورو کښتونو ښه دي او په کرلو یې یوازې په لومړي کال مصارف کړي و.
هغه وايي « دا ګل افتاب پرست مې په پنځلسم د حمل د خټو په منځ کې کرلي دي او نور اته جریبه ځمکه کې مې په پنځلسم د جوزا کرلي دي. دا هغه تخمونه دي د ازبکستان خوا نه راتلل ددی یو کیلو په درې نیم زره روپۍ وه. خو سږ کال مې هغه خپل پروسږکال چې مې کرلي و د هغه نو خپل نه خپل تخمونه راټول کړي دي هغه خپل تخمونه مې کرلي دي. ددی مصرف دومره نه دي، یوازې اوبه غواړي. نسبت ددې نور کښتونو د پختې او هندواڼې د پالېزونو نه».
محمد زیب وايي، چې دغه کښت د وري د میاشتې په پنځلسم او د جوزا په میاشت کې کرل کېږي او زیاتوي که دغه بوټي په نیم متر فاصله کې وکرل شي او ښه اوبه ورکړل شي په یو جریب کې تر اتیا زره افغانیو پورې حاصل ورکوي.
محمدزیب وايي، چې لمرګلی د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي، ځکه ددغه کښت حاصلات ښه بازار لري او هم په ښه بیه خرڅېږي.
په بلخ ولایت کې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز را وروسته نه یوازې په چمتال ولسوالۍ بلکې په نورو ولسوالیو لکه دهدادي، بلخ او شولګرې کې هم د لمرګلي کښت زیات شوی دی.