د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د کچالو حاصلات ښه شوي او هم یې په بازار کې بیې ښې دي – د بلخ ځېنې کروندګر


سږ کال د کچالو حاصلات ښه شوي او هم یې په بازار کې بیې ښې دي – د بلخ ځېنې کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په بلخ کې هغه کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې کچالو کرلي دي، و‌ايي سږ کال یې فصل ته اوبه ښې ورسېدې او حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر شفیع الله وايي، چې سږ کال به د خپلې دوه جریبه ځمکې څخه دوه زره منه حاصلات واخلي. دغه کروندګر وايي چې په بازار کې د کچالو بیې هم ښې دي نو ځکه سږ کال یې له خپلې کروندې ښه ګټه ترلاسه کړې.

د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې کچالو یې کرلي‌ دي،‌ وايي چې سږ کال ښه بارانونه وشول او ورسره اوبه هم زیاتې وې، نو ځکه یې سږ کال د کچالوانو حاصلات ښه شوي دي.

ددغه ولسوالۍ یو تن کروندګر شفیع الله امریکا غږ ته وویل،‌‌ چې په دوه جریبه ځمکه کې یې کچالو کرلي و،‌ دی وايي سږ کال به له خپلې ځمکې دوه زره منه حاصل واخلي.

دی وايي پروسږکال یې له همدې ځمکې شپاړلس سوه منه حاصل اخیستلی و.

هغه وویل:« پروسږکال ددغه دوه جریبه ځمکې نه شپاړلس سوه منه حاصلات اخیستو و. سږ کال نسبت د پروسږکال نه حاصلات ښه شوي‌ دي. او سږ کال مونږ چې خپل ځان سره اټکل کوو دا دوه زره منه حاصل ترې اخیستلو شو او د کچالو بیې هم سږ کال ښې مونږه په بازار ۱۴۰ څلوېښت افغانۍ یو من خرڅوو».

دغه کروندګر وايي سږ کال حاصلات ځکه ښه دي چې کچالوانو ته اوبه ورسېدې او هم یې کښت مرضونه ونه کړل.

هغه امریکا غږ ته وویل: « سږ کال حاصلات ځکه زیات و، چې بارانونه ښه و او یو څه بارانونه وشول. کچالو ته بارانونه ډېر فایده کوي‌ او اوبه هم په وخت ور ورسېدې اوبه ډېرې وې.‌ بل سږ کال یې مرضونه هم ډېر ونه کړل. نسبت تېرو کالونو ته چې مرضونه به یې کول، ګل به یې وچوو، سږ کال هغه مرضونه نه و، ځکه یې حاصلات ښه و».

په بلخ کې د کچالو حاصلاتو ښه کېدو ته په کتو کروندګر وايي، چې ددوی حاصلاتو ته دې سړې خونې جوړې شي ترڅو حاصلات یې خراب نه شي.

XS
SM
MD
LG