دغه کروندګر وايي، چې ددوی حاصلاتو ته دې بازار موندنه وشي، ځکه له نورو هیوادونو وارد شوي انګور په ګرانه بیه خرڅېږي، خو ددوی د انګورو حاصل ته د رسېدو په وخت کې انګور ارزانه کېږي. دا پداسې حال کې دی چې
پروسږکال د سړې هوا له امله زیات شمېر د انګورو بڼونه وچ شوي وو او کروندګرو له خپلو باغونو هیڅ ډول حاصلات وانخیستل او له ګڼو زیانونه سره مخ شول.