د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې شفتالو ښه حاصلات کړي؛ خو کروندګر وايي بیې یې ټیټې دي


په بلخ کې شفتالو ښه حاصلات کړي؛ خو کروندګر وايي بیې یې ټیټې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په بلخ کې کروندګر وايي،‌ که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د شفتالو لپاره هوا مناسبه وه او د نورو کالونو په پرتله یې ښه حاصلات کړي‌ دي، خو بیا هم سږ کال په بازار کې بیې ټیټي شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر شاه نواز چې له کالونو راهیسي‌ د شفتالو بڼوالي کوي،‌ وايي چې سږ کال د شفتالو حاصلات څو چنده ښه شوي دي.

د هغه په وینا، چې سږ کال آب و هوا د شفتالو لپاره مناسبه وه،‌ نو ځکه یې ښه حاصلات کړي دي.‌

خو دغه کروندګر وايي چې سږ کال په بازار کې د شفتالو بیې ټیټي شوي دي، هغه وايي چې ددوی حاصلاتو ته دې د هیواد په داخل کې سړی خونې جوړي شي او یا دې هم ددوی حاصلات بهرنيو هېوادونو ته صادر شي، ترڅو ښه ګټه تر لاسته راوړي.‌

که څه هم سږ کال په بلخ کې د شفتالو حاصلات زیات شوي دي، خو کروندګر وايي که ددوی حاصلات په ښه بیه خرڅ نه شي،‌ په دغه باغونو خپل کړي مصارف هم لاسته راوړلی نه شي.

XS
SM
MD
LG