د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د پيازو بیې ډېرې ارزانه شوې دي، له تاوان سره مخ یو – د کندز یو شمېر کروندګر


سږ کال د پيازو بیې ډېرې ارزانه شوې دي، له تاوان سره مخ یو – د کندز یو شمېر کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

په کندز کې یو شمېر هغه کروندګر چې پیاز کرلي‌ دي، وايي سږ کال د پیازو د حاصلاتو په راوتلو سره سم، د پیازو بیې ارزانې شوې دي او له همدې امله له تاوان سره مخ دي.‌ دغه کروندګر غواړي،‌ چې ددوی حاصلاتو ته ښه مارکیټ او د ساتلو لپاره یې سړې خونې جوړي شي ترڅو حاصلات یې په ښه بیه خرڅ شي.

په کندز ښار کې د پيازو یو تن کروندګر محمد عمر چې په یو جریب ځمکه کې یې پياز کرلي دي، وايي چې سږ کال یې کښت مرض وهلی او حاصلات یې کم شوي دي او همدا ډول په بازار کې د پيازو بیې هم ارزانې شوي دي. د نوموړي په وینا، د پیازو بیې ځکه ارزانې شوي دي، چې منظم مارکیټ نشته او بازار ته په یو وخت زیات پياز عرضه کېږي.‌

د هغه په خبره، په کندز ولایت کې د دوی د حاصلات د ساتلو لپاره سړې خونې هم نشته. دغه کروندګر وايي که سړی خونې جوړې شي حاصلات به یې په کې ساتل کېږي‌ او دوی به یې په ښه بیه خرڅوي.‌

XS
SM
MD
LG