د لاس رسي وړ اتصالات

په شنو خونو کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور له لارې د سبزیو کرل‌ ښه نتیجه ورکوي – کروندګر


په شنو خونو کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور له لارې د سبزیو کرل‌ ښه نتیجه ورکوي – کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

په کندز ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې په شنو خونو کې د سبزیو کرل‌ او د څاڅکي سیسټم اوبوخور لارې یې اوبه کول،‌ ښه نتیجه ورکوي او د دوی په وينا له لږې ځمکې څو چنده زیات ښه حاصل ترې لاسته راوړلی شي.

د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر عبدالرازق چې له پنځلس کالو راپدېخوا په شنو خونو کې سبزي کري؛ وايي‌ چې په دې توګه کښت په لږو اوبو ښه حاصل ورکوي او هم یې کښت وختي حاصل ته رسېږي.

کروندګر عبدالرازق چې په خپله ځمکه کې یې په شنو خونو او پلاستیک لاندې څو ډوله سبزي کرلي دي،‌ وايي په شنو خونو کې کښت د څاڅکي سیسټم اوبوخور له لارې اوبه کوي او دا ډول سیستم لږو اوبو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا په دې توګه کښت یوه میاشت له وخت مخکې حاصل ته رسېږي او په بازار کې په ښه بیه خرڅېږي.

هغه کروندګر چې په شنو خونو کې او د څاڅکي سیسټم اوبوخور پر مټ سبزي کري،‌ وايي چې په لومړی ځل په دې توګه د سبزي په کرلو یو څه زیات لګښت کېږي، خو په وینا یې حاصل یې زیات دی او ښه ګټه ترې لاسته راوړلی شی.

XS
SM
MD
LG