د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن زیلینسکي ته: د امریکا مرستې 'په لاره دي'


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په کیف کې وکتل.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په کیف کې وکتل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۵) د اوکراین په پایتخت کیف کې ددغه هېواد ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ته وویل چې د اوکراین لپاره د امریکا پوځي مرستې "په لاره دي."

بلینکن په داسې حال کې د امریکا د مرستو خبر ورکړی چې روسیې د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی.

بلینکن څو اونۍ وروسته له هغه سیمې ته سفر کوي چې د متحده ایالاتو کانګرس د څو میاشتو سیاسي جنجالونو وروسته د اوکراین لپاره د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرسته تصویب کړه چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د وسلو اړتیا پوره کړي.

بلینکن زیلینسکي ته وویل: "په نږدې وخت کې، مرستې اوس په لاره دي او دا به د روسیې د تیري په وړاندې ریښتیني بدلون راولي."

بلینکن د شپې له خوا د ریل ګاډي په واسطه د پولنډ له لارې کیف ته رسیدلی دی. دا د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې کیف ته د نوموړي څلورم سفر دی.

زیلینسکي د واشنګټن د مرستې مننه وکړه او ویې ویل: "د مرستو ددې کڅوړې په اړه پریکړه زموږ لپاره خورا مهمه وه."

هغه وویل چې د اوکراین لپاره ترټولو لویه نیمګړتیا هوایي دفاع ده او په خارکیف سیمه کې یې د دوو پیټریوټ راکټ ویشتونکو قطعو غوښتنه وکړه. روسي ځواکونه په خارکیف کې د پولې په اوږدو کې پر کلیو باندې بمباري کوي او پرمخ ځي.

د خارکیف له ښاره بهر په یوه پوسته کې یو پوځي چارواکي وویل چې روسي ځواکونه اوکراین ته "پر پوله باندې پرتو هغو کلیو له لارې ننوتلي چې دفاع یې زموږ لپاره ستونزمنه وه."

د خارکیف سیمې د پوځي ادارې مشر ولادیمیر اوسوف وویل: "هغوی [روسي ځواکونه] په لوړه دي او له هغه ځایه پر موږ ډزې کوي."

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین ته د وسلو د استولو لپاره د خپل توان سره سم "هر څه" کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان خبریالانو ته وویل چې "په راتلونکو څو ورځو کې" به د وسلو یوه نوې کڅوړه اعلان شي.

د خارکیف په سیمه کې د روسیې د جمعې د ورځې د ناببره ځمکني برید له کبله په زرګونو خلک بې ځایه شوي او کیف اړ شوی چې سیمې ته کمکي ځواکونه واستوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG