په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري باران له کبله سرکونه او د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر له اوبو لاندې شوي، ښوونځي او دفترونه تړل شوي دي.
د "وکالت انبا الامارت" خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د پیل شوي باران ساری له ۱۹۴۹ کال راهیسې ندی لیدل شوی.
باران د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت سهار نهه بجې نور هم شدید شو او په ځینو سیمو کې ږلۍ ورېدلې ده.
د سه شنبې د ورځې ترپایه د باران اندازه ۱۴۲ ملي مترو ته په داسې حال کې ورسېده چې په دغه صحرايي هېواد کې د کاله په اوسط ډول یوازې ۹۵ ملي متره باران کیږي.
د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر دننه او شاوخوا سرکونو باندې د اوبو ډنډېدو له کبله پروازونه ځنډول شوي دي.
د باران اوبو ځینې موټرونه او یو شمېر کورونه لاندې کړي او ددغه هېواد چارواکو د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات ندي خپاره کړي.
د عربو د ټاپو وزمې په دغه هېواد کې باران معمول ندی او یوازې د ژمي په میاشتو کې لږ باران کیږي. د ځمکې لاندې د ویالو د سیستم د نشتوالي له کبله باران د سیلاب لامل کیږي.
په عین وخت کې په بحرین، قطر او سعودي عربستان کې هم باران ورېدلی او په ګاونډي عمان کې په وروستیو ورځو کې د شدیدو بارانونو له کبله ۱۸ کسان مړه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه