د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مقامات: غزې ته د مرستو رسولو په ګډوډۍ کې پنځه تنه وژل شوي دي


په غزه کې د مارچ په ۳۰ د مرستو رسولو پر وخت په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې
په غزه کې د مارچ په ۳۰ د مرستو رسولو پر وخت په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې

د فلسطین سرې میاشتې ویلي دي چې د شنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري ۱۱) د غزې په تړانګه کې چې له قحطي سره مخ ده، د مرستو رسولو پر مهال د ډزو او د هغه په نتیجه کې د ډار او تیښتې له امله پنځه تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس اژانس یوه ویډیو ښیې چې په مرستو بار د لاریو کاروان د ماښام دمخه د ویش ځای ته نږدې په چټکۍ سره روان و.

د فلسطین سرې میاشتې ویلي، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې زرګونه کسان د اوړو او نورو خوراکي توکو د ۱۵ لاریو د رسېدو لپاره راټول شوي وو، چې ټاکل شوې وه د غزې په شمال کې د ښار د کویټ څلورلارې ته انتقال شي.

دغه څلورلارې د مرستو د وېش پر مهال د ګڼو ګډوډیو او وژونکو پېښو صحنه وه، چې یوه یې هم د مارچ په ۲۳مه وه چې د حماس په مشرۍ د غزې حکومت په وینا ۲۱ کسان د اسرائیل په ډزو کې وژل شوي وو، هغه تور چې اسرائیل رد کړی دی.

سرې میاشتې ویلي دي چې د شنبې په سهار له پنځو وژل شویو څخه درې یې په ډزو ویشتل شوي دي.

عیني شاهدانو فرانس پرس ته ویلي، د غزې خلکو چې د مرستو رسولو څارنه کوله هوایي ډزې وکړې، خو په سیمه کې اسرائیلي پوځیانو هم ډزې وکړې او یو شمېر لاریو چې مواد یې لیږدول یو شمیر کسان یې چې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله ووهل.

د فرانس پرس اژانس وایي د تبصرې لپاره یې د اسرائیلي پوځ سره اړیکه نیولې خو جزییات یې څرګند ندي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو خپور شوي راپور د مارچ په ۱۹ خبرداری ورکړ چې د غزې نیمایي خلک د "ناورین په کچه" لوږې سره مخامخ دي او اټکل کیږي چې که چیرې بیړنۍ مداخله ونشي نو قحطي به د سیمې شمال ته سخت زیان ورسوي.

راپورونه اټکل کوي چې د ملګرو ملتونو د شمیرو په اساس ۱.۱ میلیون خلک یا د نفوس نیمایي برخه له ناورین سره مخامخ دي.

وضعیت په ځانګړې توګه د غزې په شمال کې خورا خراب دی، چیرې چې ملګري ملتونه وايي، شاوخوا ۳۰۰ زره خلک هلته موجود دي او د راپور له مخې پدې سیمه کې قحطي "د مارچ د نیمایي او د مۍ د میاشتې ترمنځ هره ګړۍ کیدای شي رامنځته شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG