د لاس رسي وړ اتصالات

په کندوز کې د پلاستیک لاندې د توریو د کرلو ترویج


په کندوز کې د پلاستیک لاندې د توریو د کرلو ترویج
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې کروندګر د کب په میاشت کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې تورۍ او نور سبزیي کري‌‌ چې په وخت حاصل ته ورسېږي. ددغو کروندګرو په وینا پلاستیک له یوې خوا کښت له سړې هوا ساتي‌ او همدا ډول ډېر حاصل ورکوي.

د چهاردرې ولسوالۍ یو تن کروندګر محمد اسماعیل د پلاستیک لاندې د تورۍ او نورو سبزیو په کرلو بوخت دی، دی وايي‌ د پلاستیک لاندې د کب په میاشت کې سبزي ځکه کري‌، چې د سړې هوا له امله خراب نه شي او هم ډېر حاصل ورکوي.

ددغه کروندګر په وینا په دغه توګه سبزي په وخت حاصل ته رسېږي‌ او په خبره یې په بازار کې یې یو من له ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پلوري، ځکه په دغه وخت کې بازار کې د سبزیو عرضه کمه وي.

محمد اسماعیل امریکا غږ ته وویل: "مونږه په دې ځای کې تورۍ کرو. د حوت په لسمه یا اتمه یې کرو. دا ددې نورو توریو نه وخته رسېږي. بل مونږ ته دا ښه حاصلات راکوي‌‌. هغه وخت چې نور رومیان یا تورۍ، یا بینډۍ رسېږي دا وخته مونږ خرڅ کړي‌ وي او ددې حاصلات یو په دوه له هغې نه ډېر دي."

دغه کروندګر وايي‌ د پلاستیک لاندې سبزي لږو اوبو ته اړتیا لري، نو ځکه د وچکالۍ په وخت کې هم ښه حاصل ورکوي.

محمد اسماعیل وايي د پلاستیک لاندې د سبزيو کرل له کوکنارو څخه ډېر حاصل ورکوي‌ او هم په ښه بیه خرڅېږي.

دی زیاتوي‌ کوکنارو حرام دي او کروندګر دې د کوکنارو پر ځای سبزیو او نورو کښتونو ته مخه کړي؛ ځکه نشه یي توکي نړۍ ته د افغانستان خراب تصویر وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG