د لاس رسي وړ اتصالات

که پیاز په ګرانه بیه خرڅ شي‌، له کوکنارو ډېره ګټه کوي – د بلخ کروندګر


که پیاز په ګرانه بیه خرڅ شي‌، له کوکنارو ډېره ګټه کوي – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یو شمېر کروندګرو چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته د پیازو کرلو ته مخه کړې ده، وايي که څه هم تېر کال د پیازو بیې ټیټې وې، خو له خپلو حاصلاتو یې ښه ګټه ترلاسه کړې ده.‌

ددغو کروندګرو په وینا که د پیازو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شي‌،‌ نو له پیازو څخه د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کولی شي.

د بلخ ولسوالۍ د 'بوکې سیمې د نوارید والاګۍ کلي' یو تن کروندګر عبدالخالق وايي له څو کالونو راهیسي‌ یې د پیازو کرکېله پیل کړې ده.‌

د هغه په وینا تېر کال د پیازو د ارزانې بیې سربېره یې له خپلو حاصلاتو ډېره ګټه لاسته راوړې ده.

هغه امریکا غږ ته وویل:‌"زه خپله دا څو کاله کېږي‌ دغه د پیازو کار کوم. نشه يي‌ مواد نه کرم. ما خپله په دغه ځمکه کې چې دوه نیم جریبه ده، پنځه کیلو تخم اچولی وو. سږ کال خو ارزانه و. چې بیه ولري له کوکنارو څخه ډېره ګټه کوي. "

د عبدالخالق په وینا که د دوی په سیمو کې د پیازو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې شي، له پيازو کولای شي د کوکنارو څخه په څو اندازه ګټه ډېره ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې په بلخ کې د طالبانو سیمه ییز حکومت له خوا په داسې حال کې د کوکنارو تخریب کمپاین پیل شوی دی، چې کروندګر خپلو کښتونو ته د اوبو له کموالي‌ سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG