د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د تېر کال په پرتله ننګرهار کې د ګوړې بازار ښه دی – د ګاڼۍ مالکان


سږ کال د تېر کال په پرتله ننګرهار کې د ګوړې بازار ښه دی – د ګاڼۍ مالکان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په ننګرهار کې د ګوړې د ګاڼیو ځینې مالکان وايي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله په بازار کې د ګوړې پلور ښه شوی او عمده لامل یې دا دی چې د نورو ملکونو په تېره بیا له پاکستان څخه د ګوړې واردول را کم شوي دي.

په ننګرهار کې د ګوړې د ګاڼیو ځینې مالکان وايي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله په بازار کې د ګوړې پلور ښه شوی او عمده لامل یې دا دی چې د نورو ملکونو په تېره بیا له پاکستان څخه د ګوړې واردول را کم شوي دي.

د یوې ګاڼۍ مالک طلا محمد خادم چې د جلال اباد ښار اړونده اتمه ناحیه کې د ګوړې ګاڼۍ له تېرو شاوخوا اوو کالونو راهیسې لري، وايي، خوښ دی، چې د تېر کال په نسبت يې سږ کال د ګوړې تولیداتو ترڅنګ د پلور بازار هم ښه شوی دی.

د هغه په خبره، چې دلته په کور دننه تولیدېدوونکې ګوړه د پاکستان له هغې پاکه ده، ځکه نور مواد پکې نه ګډېږي او یوازې د ګني له شربت څخه جوړېږي.

نوموړي وویل: ”پروسږکال هغه ګوړه راتلله زمونږ بازار يې مکمل صفر کړی و ځکه هغه به په ارزانه خرڅېدله، هغه خلکو د بيې له خاطره خوښوله او زمونږ پاتې کېدله. سږ کال الحمدالله هغه ګوړه نه راځي اوس يې مخنیوی شوی دی او زمونږ بازار تر اوسه پورې ښه روان دی، افغاني ټوله ګوړه صفا ده، خالص ګنی دی او شربت دی خالص ګوړه ده“.

طلامحمد وايي، اووه کسان ورسره په کار بوخت دي او په ۲۴ ساعتونو کې له ۵۰ نیولې ان تر ۶۰ منو پورې ګوړه تولېدوي.

دی وايي، کله چې د ګنیو شربت د ګوړې پخېدوونکي کړايي ته خوشې کړي، نو بیا پکې یوازې سوډا ور اچوي، تر څو د ګنیو د شربت شګې او نور اضافي مواد ترې جلا شي.

هغه وویل: ”کله چې شربت کړايي ته را خوشي شي او اور ورپسې بل شي یوازې سوډر ور اچوو چې خېره يې سر ته را پورته شي، او د پاکستان ګوړه کې کریم کاټر ورته وايي هغه اچول کېږي، رنګ کاټ ورته وايي او نور رنګونه دي هغه پکې اچوي“.

وايي، ګني ورته له کامې، ښېوې او د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بلندغر او یو شمېر نورو سیمو څخه راځي.

د خادم په خبره، چې د کامې له ګنیو جوړه شوې ګوړه په ټول هېواد کې ډېره مشهوره ده، نو ځکه خو له بېلابېلو ولایتونو څخه خلک دلته په ګوړې پسې راځي.

هغه وايي، د ګوړې سوداګر بیا له ننګرهاره نورو ولایتونو لکه هرات، کندهار او نورو ولایتونو ته ګوړه وړي.

دی وايي: ”له خوست، پکتیا، غزني، میدان وردګو او له نورو ولایتونو خلک راځي او ګوړه اخلي، داسې ځیني خلک شته دي چې فرانسې ته يې هم وړي. کاناډا ته يې هم وړې ده امریکا ته هم خلک دا د چغزیو ولا ګوړه وړي“.

د طلا محمد خادم او ګڼ شمېر نورو هغو چې د ګوړې د تولید کارخونې لري، غوښتنه دا ده چې حکومت دې ورته زمینه برابره کړي، تر څو په لویه کچه ننګرهار څخه بهرنیو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ګوړه یووړل شي.

XS
SM
MD
LG