د لاس رسي وړ اتصالات

د هېنجې بیې په بېسارې توګه ټیټې شوي‌ دي – د بلخ کروندګر


د هېنجې بیې په بېسارې توګه ټیټې شوي‌ دي – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

د کوکنارو په کرکیلي د طالبانو له بندیز وروسته په بلخ ولایت کې زیات شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې هېنجه کرلې ده، خو وايي‌ چې سږ کال د هېنجې بیه د تېرو نورو کلونو په پرتله زیاته را ټیټه شوې‌ ده.

دغه کروندګر وايي که څه هم هېنجه د کوکنار ښه بدیل کښت دی،‌ خو دولت دې د دوی حاصلاتو ته په لوړه بیه بازار پيدا کړي.‌ له بلې خوا د هېنجې سوداګر وايي‌ چې د هېنجې د کښت زیاتوالی او په بازار کې د تقاضا کموالی د بیې د ټیټوالي یوازینی سبب دی.

د مزارشریف ښار د نساجي‌ سیمې اوسېدونکي‌ محمد عسکر څلور کاله مخکې په دوه جریبه ځمکه کې هېنجه کرلې ده. دغه کروندګر وايي‌ په هېنجه یې ډېر لګښت کړی او کالونه زحمت یې پرې ګاللی دی،‌ خو په وینا یې حاصل ته له رسېدو ورسته یې بیې په زیاته اندازه ارزانه شوې دي.

محمد عسکر وویل: "دې ځمکه کې ما څلور کاله مخکې هېنجه کرلې وه. په ډېر زحمت مې و روزله اوبه به مې ورته په پیسو اخیستلې. پروسږکال دا ورسېده او بیا مې ترې پۍ واخیستې. نو دا ډېره ارزانه شوه.‌ او هغه پیسې چې مونږ پر دې مصرف کړې وې، هغه یې مونږ ته پوره نه کړې. "

د محمد عسکر په وینا په تېرو کالونو کې یوه کیلو هېنجه تر ۲۸ زره افغانیو پورې خرڅېدله خو سږ کال یې بیه تر ۴ زره افغانیو راټيټه شوې ده.

دغه کروندګر وايي‌:‌ " دا هېنجه د تریاکو او چرسو بدیل کښت دی. نو په حکومت باندې غږ کوم چې دې کښت ته بازار پیدا کړي. په افغانستان کې به خلکو په میلیونو جریبه ځمکه هېنجه کرلې وي. "

د هېنجې یو تن سوداګر نورمحمد په وینا پروسږکال یوه کیلو هېنجه له ۳۰ زره افغانیو تر ۱۴ زره افغانیو خرڅېدله، خو په وینا یې سږ کال د یوې کیلو هېنجې بیه له ۱۶ زرو څخه تر ۵ زرو افغانیو پورې ټیټه شوې ده.

ددغه سوداګر په وینا د هېنجې صادرات هند ته په عادي توګه روان دي او د سوداګرۍ په برخه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

د کوکنارو په کر له بندیز وروسته د افغانستان په شمال کې زیات شمېر کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړه.

XS
SM
MD
LG