د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د کوکنارو د کر په وړاندې د طالبانو نوی خبرداری


بلخ کې د کوکنارو د کر په وړاندې د طالبانو نوی خبرداری
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ ځینې کروندګر وايي‌ چې د طالبانو حکومت ټولو کروندګرو ته پداسې حال کې بیا خبرداری ورکړی دی چې کروندګر سږکال د بارانونو د کم ورښت له کبله اندیښمن دي.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر ګل رحمن چې سږ کال یې په خپله ځمکه کې غنم کرلي دي، وايي‌ چې د طالبانو له خوا کروندګر ته د یو جریب کوکنارو د کرلو په سر د یو کال بند او نغدې جریمې له خبرداري وروسته دوی اوس د غنمو کر ته مخه کړې ده.

ګل رحمن امریکا غږ ته وویل: « امارت اسلامي ټول جوماتونو او نماینده ګانو ته مکتوبونه رالېږلي‌،‌ چې خپل خلک ټول خبر کړئ چې کوکنار بند دي او څوک کوکنار باید و نه کري. که هر څوک ګیر شول، که نیم جریب چا وکرل شپږ میاشتې قید لري او که یو جریب چا وکرل یو کال قید او هم جریمه لري. پرون یې بیا هم یو مکتوب رالېږلی و که هر څوک ګیر شول بیا حق د شکایت نه لري».

د ګل رحمن په وینا د چمتال ولسوالۍ په لرو پروتو سیمو کې ځینو خلکو په خپلو کورونو کې په پټه کوکنار کرلي‌ و.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې د هغو ۹ تنو کروندګرو د نیولو خبر وکړی و چې کوکنار یې کرلي و. د وزیري‌ په وینا په دغه کمپاین کې په ۳ هکتاره ځمکه کرل شوي‌ کوکنار هم د مخدره توکو پر وړاندې دمبارزې مدیریت له خوا له منځه وړل شوي‌ دي.

له بلې خوا کروندګر سږ کال د بارانونو نه شتون او وچکالۍ ته اندېښمن دي. د چمتال ولسوالۍ بل کروندګر محب الله چې سږ کال یې غنم کرلي‌، وايي د باران نه شتون له امله ددوی کښتونه ښه وده نه کوي او حاصلات یې هم کمېږي.

محب الله وویل: « چې بارانونه کم شي‌ غنم وده نه کوي،‌ قد نه کوي‌، وږی یې هم نه غټېږي او حاصلات یې هم بیا کمزوري‌ وي‌ او کم وي».

د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ وايي‌ د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فرمان ته ژمن دي او د نشه یي‌ توکو د له منځه وړلو کمپاین چارې په چټکۍ روانې دي. په ورته وخت کې بیا کروندګر له وچکالۍ سر ټکوي‌ او له دولت څخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې غوښتنه کوي‌.

XS
SM
MD
LG