د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو بدیل کښتونه


د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو بدیل کښتونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

بلخ ولایت کې د چمتال ولسوالۍ یو له هغو ولسوالیو څخه وه،‌ چې په پراخه کچه پکې کوکنار کرل کېدل،‌ خو د کوکنارو په کر د طالبانو له بندیز وروسته په دغه ولسوالۍ کې کروندګرو د کوکنارو د کر په موسم کې د کچالو کرلو ته مخه کړې ده.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر ګل عزیز وایي‌ له تېرو دوه کالونو راهیسې هغه او د کلي‌ نورو کروندګرو یې د کچالو کرلو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا کچالو ځکه کري‌،‌ چې په وخت حاصل ته رسېږي او د اوبو تر کموالي‌ پورې ترې دوی خپل حاصل راټولولی شي

د ګل عزیز په خبره که نور کښتونه وکري،‌ نو د حاصل له راټولو مخکې به د اوبو له کموالي‌ سره مخ شي.

هغه امریکا غږ ته وویل:‌ " تقریباً درې جریبه شاو خوا ځمکه کې اوس کچالو کرم. د کچالو په موسم کې دلته اوبه پرېمانه وي‌ او کله چې اوبه کمېږي‌ نو هغه وخت زموږ دا کچالو رسېږي. "

دغه کروندګر وايي‌ په یو جریب ځمکه کې پنځوس منه کچالان کري. د هغه په وینا د کچالړ تخم ګرانه وي خو بېرته یې خرڅلاو په وخت کې ترې په ارزانه بیه خرڅېږي.

د هغه په وینا پروسږکال یې د کچالو له حاصل څخه ډېره ګټه نه ده اخیستلې،‌ ځکه په ارزانه بیه خرڅ شوي و.

کروندګر وايي‌ که څه هم د کوکنارو بیه زیاته وه،‌ خو خوښ‌ دي‌ چې اوس د کوکنارو پر ځای نور کښتونه کري؛ ځکه له یوې خوا حلاله روزي‌ ګټي‌ او هم یې د کلیو ځوانان له نشه یي‌ توکو په امان کې دي.

XS
SM
MD
LG