د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د چورګوړو د فارمونو کاروبار 

کندز کې د چورګوړو د فارمونو کاروبار 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په کندز کې د چرګانو د ساتنې فارمونو کاروباریان وايي که څه هم په کندز کې د چرګانو د غوښې تولیدات ډېر شوي دي او له دغه ولایت څخه ټول شمال ولایتونو ته غوښه لېږل کېږي، خو د دوی په وینا له هګیو څخه د چورګوړو د تولید ماشین نه شتون له امله ځینې وخت د دوی کاروبار له تاوان سره مخ کېږي. 

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د چرګانو د یوه فارم مالک محمد وايي چې په دغه ولایت کې د چرګانو ساتنې کاروبار مخ پر وده دی او په خبره یې له دغه ولایت څخه شمال ختیځ او شمالي ولایتونو ته د چرګانو غوښې ليږل کېږي.

خو د هغه په وینا له هګیو څخه د چورګوړو د تولید ماشین نشته او دوی اړ دي چې چورګوړي له پاکستان او تاجکستان څخه وارد کړي.

هغه زیاتوي له همدې امله چورګوړي په مرضونو اخته کېږي او دوی ته سخت زیانونه اړوي.

محمد وویل: "دا چورګوړي دوه ملکونو نه راځي. پاکستان نه هم راځي او تاجکستان نه هم راځي. خو له دې ځایونو چې دا رارسېږي په لاره کې اوبه او دانه ورته نه رسېږي او دلته بیا مرضونو پرې اثر کوي او مونږ ته تاوانونه کوو. د چرګانو هګیو څخه د تولید ماشینونه چې افغانستان کې فعال شي مرضونه به نه کوي او ښه اقتصادي رول به ولوبوي".

د فارمونو مالکینو په وینا په افغانستان کې اوس د چرګانو دغوښې تولیدات زیات شوي دي او اوس له نورو هېوادونو څخه د چرګانو غوښه نه واردېږي.

XS
SM
MD
LG