د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ کروندګر وایي، په تیرو شپږو میاشتو کې ډیر تاوان کړی 


د بلخ کروندګر وایي، په تیرو شپږو میاشتو کې ډیر تاوان کړی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دهقانانو اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او ملاتړ ته ضرورت لري. دوی وايي، چې د باغونو حاصلاتو ته یې باید په بهرنیو ملکونو کې بازارموندنه وشي.  

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دهقانانو اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او ملاتړ ته ضرورت لري. دوی وايي، چې د باغونو حاصلاتو ته یې باید په بهرنیو ملکونو کې بازارموندنه وشي.

په بلخ کې هغو کروندګرو چې په تېرو کالونو کې به یې کوکنار کرل وايي، چې کوکنار بند شوي خو دولت دې په بدیل کې ددوی نورو حاصلاتو په خاصه توګه میوه جاتو ته په بهرنیو هېوادونو کې د خرڅلاو بازار جوړ کړي.

دغه کروندګر وايي ددوی حاصلات له یوې خوا د مرضونو او موسمي آفتونو له کبله خرابېږي او همداشان په کوردننه په ښه بیه هم نه خرڅېږي.

د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر شاه نواز وايي د کروندګرو اقتصادي وضعیت ځکه مخ په خرابېدو دی چې کوکنار بند شوي او نور زراعتي توکي په سمه نه پلورل کیږي.

شاه نواز امریکا غږ ته وویل: "دا زموږ میوه جات بل ملک ته انتقال شي. چې په ښه بیه باندې خرڅ شي. دهقانان بیخي کار یې خراب دی. اقتصاد یې لوېدلی دی. تاریاک یې بند کړي دي. ویل یې ددې پر ځای نور کښتونو وکرئ. زموږ حاصلات لکه خټکي، هنډواڼې او باغونو حاصلات په بدل کې خارج ملکونو ته انتقال شي. چې لږ جګ خرڅ شي، چې دهقان ورسره پرده وشي او دهقانان په پښو ودرېږي".

دغه کروندګر چې په خپله ځمکه کې یې د شفتالوانو باغ جوړ کړی دی وايي، سږ کال د شفتالانو بازار خراب شوی دی. د هغه په وینا یو کرېټ شفتالو چې لس کیلو کېږي له ۲۵۰ افغانیو تر ۳۵۰ افغانیو خرڅېږي. هغه زیاتوي د بازار نه شتون ترڅنګ د هغه د شفتالوانو باغ مرض هم کړی او حصاصلات یې کم شوي دي.

شاه نواز وویل: "سږ کال چې دی بازار ټېټ دی په ۲۵۰ او ۳۵۰ افغانۍ یو کرېټ خرڅېږي. پروسکال بیا په ۴۰۰ او ۵۰۰ یو کرېټ خرڅېدل. پروسږکال شفتالو هم ښه و، سږ کال خراب شوي. غټ شوي هم نه دي او هم یې شکرک مرض کړی چې څومره دواپاشي مو وکړه هیڅ ګټه یې و نه کړه ".

دغه کروندګر وايي که څه هم ځینې کلونه د شفتالانو حاصلات کم وي او بازار یې هم ښه نه وي خو د هغه په خبره له کوکنارو څخه ځکه ښه دي چې آزاد بازار لري.

کروندګر وايي د کوکنارو په کر له بندیز وروسته له دوی سره هیڅ ډول د بدیل کښتونو مرسته نه ده شوې او نه هم ددوی تولیداتو ته د خرڅلاو بازار جوړ شوی دی، چې له کبله یې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG