د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعاتو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه او بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د بیان ازادۍ درناوی وکړي


ملګروملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان د مۍ په درېیمه (غوايي۱۳) د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو څخه يې د بیان ازادۍ ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر' یوناما' په یوه اعلامیه کې افغانستان کې د رسنیو د راتلونکي په اړه جدي اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې، د واکمنو طالب چارواکو له خوا محدودیتونه زیات اوخبریالان اړ شوي چې د ویرې او تهدید په فضا کې کار وکړي.

یوناما ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې، د رسنیو ډیر شمیر تجربه لرونکي کارکوونکي له افغانستان څخه وتلي دي، ډیرې رسنۍ تړل شوي، خبریالانې د اضافي محدودیتونو له امله اغیزمنې شوي اوحتی تقریبا د دندې د پرمخ وړلو توان یې له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر 'یوناما' په دې اعلامیه کې ویلي: " یوناما په تېرو ۱۸ میاشتو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د واکمنو چارواکو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمیر موارد مستند کړي دي. په خپل سر د خبریالانو نیول، توقیف، ناوړه چلند او تهدیدونه د بیان د ازادۍ د تر پښو لاندې کولو د وسیلو په توګه کارول شوي دي."

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا و ویلي: " د خبریالانو دوامداره ګواښل، پر هغوی برید کول او د هغوی تهدیدول د منلو وړنه دي. موږ واکمن طالب چارواکي هڅوو چې د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ او همدارنګه د ښځینه او نارینه خبریالانو د یوشان خوندیتوب ضمانت وکړي. "

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي ویلي که څه هم واکمنو چارواکو له خبریالانو سره د اړیکو لپاره د رسنیو د سرغړونو ملي کمیسیون بیا فعال کړی، خو د خپلواکۍ دنشتوالي او لږ اغیزمنتوب مسلو ته یې باید رسیدنه وشي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د چهارشنبې په ورځ مې درییم (ثور۱۳) د خپل ټویټر په پاڼه په افغانستان کې د شتو ستونزو او ننګونو سره سره د خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د هڅو او فعالیتونو د دوام مننه کړې ده.

ښاغلي بنیټ ویلی:" زه له طالبانو غواړم، چې ازادو، خپلواکو، ټولشموله رسنیوته د ټولو افغانانو د حق په توګه درناوی وکړي".

په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستاان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د بیان ازادۍ فضا ډیره تنګه شوې ده او د طالبانو د حاکمې ډلې له خوا په رسنیو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې یو زیات شمیر رسنۍ ټړل شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له دندو ګوښه شوي او په سلګونو نور له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د مې د درییمې ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم " خبریالي جرم نه دی" خو ددې سره سره افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د بیان ازادي او ازاد مطبوعات په پرله پسې ډول تر ګواښ لاندې راغلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په دغه موده کې ډیر خبریالان په خپلسر نیول شوي، شکنجه شوي او ګواښل شوي دي او حتی، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

بخښنې نړیوال سازمان ویلي:" د مطبوعاتو په دغې نړیوالې ورځې کې د طالبانو چارواکي باید ددې ژمنه وکړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی کوي او خبریالانو ته ددې اجازه ورکړي ترڅو په افغانستان کې په خپلواک او مصون ډول کار وکړي."

دغه سازمان د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان یو وروستي راپور ته اشاره کړې او ویلي دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ۲۳۰۰ ښځینه خبریالانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي زیاتیدل

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې په دغه هیواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالی پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې ( ۲۰۲۲ مې -۲۰۲۳ مې) دغه مرکز د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱۳ پیښې ثبت کړي، چې د وړم کال د همدې مودې پرتله ۶۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

ددغه مرکز د معلوماتو له مخې وړم کال کې (۲۰۲۱مې -۲۰۲۲ مې)، ۱۳۰ پیښې ثبت شوې وې.

د تیرکال د تاوتریخوالي په پیښو کې د افغان غږ خبري اژانس (آوا)، د یو خبریال حسین نادري وژل کیدل او لږ تر لږه د ۲۱ نورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ټپي کیدل هم شامل دي.

همداشان د افغانستان د خبریالانو مرکز له خوا د تاوتریخوالي په ثبت شوو ۲۱۳ پیښو کې د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي شپږ پیښې، ګواښونو ۱۱۵ پیښې، او د خبریالانو د نیولو ۷۰ پیښې شاملې دي.

' نۍ' په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې په ازاد ډول د رسنیو فعالت په یو ګواښ بدل شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغې ادارې ویلي، چې په تیرو نږدې دوو کلنو کې په افغانستان کې ډیرې رسنۍ تړل شوي او نږدې ۶۵ فیصده خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دغې ادارې ویلي:" په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو ازاد فعالیت، د بیان د ازادۍ تمثیل، معلوماتو ته لاس رسی او د خبریالانو د ځان او روحي مصونیت د اندیښنې وړ دی او په اوږده موده کې ددغه وضعیت دوام کیدای شي د ازادو رسنیو لپاره نه جبرانوونکی اوسي".

د خبریالانو ملي اتحادې او د خپلواکو خبریالانو ټولنې هم د مې د درییمې ورځې په مناسبت په اعلامیو او غونډو کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناسم وضعیت اندیښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې یې خبریالانو او رسنیو ته د مالي ملاتړ په ګډون د مرستو د برابرولو غوښتني کړي دي.

افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د راتلوونکي په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې شوي، چې همدااوس یو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او بل افغان سیمه ییز خبریال لا هم د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

د مرتضی بهبودي د میرمنې په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو د ښاغلي بهبودي او نورو افغان خبریالانو د خوشې کیدو غوښتني کړي، خو طالبانو تراوسه هغوی نه دي خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG