د لاس رسي وړ اتصالات

د پلاستیک لاندې سبزي ځکه کرو چې ژر حاصل ته ورسېږي – د کندوز کروندګر 


د پلاستیک لاندې سبزي ځکه کرو چې ژر حاصل ته ورسېږي – د کندوز کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په کندوز کې یو شمیر بزګر وایي چې د ژمي په موسم کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې سبزیجات کري، چې په وخت حاصل ته ورسېږي او هم  په بازار کې په ښه بیه خرڅ شي.  

په کندوز کې یو شمیر بزګر وایي چې د ژمي په موسم کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې سبزیجات کري، چې په وخت حاصل ته ورسېږي او هم په بازار کې په ښه بیه خرڅ شي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د قتل عام کلي اوسېدونکي الله ګل په خپله ځمکه کې د پلاستیک لاندې تورۍ کرلي دي.

د هغه په وینا د پلاستیک لاندې ددې په خاطر سبزیجات کري، چې له یوې خوا له سړې هوا څخه خوندي وي او همداشان په کمه موده کې حاصل ته رسېږي.

الله ګل امریکا غږ ته وویل: "دلته مې د حوت په پنځلسمه تورۍ کرلي دي. د پلاستیک لاندې یې ځکه کرو چې د شپې هوا یخه وي. چې بوټې یخ و نه وهي. او همداشان تیزۍ سره حاصل ته رسېږي".

الله ګل په وینا په دې ډول د سبزیجاتو کرلو کې ګټه زیاته وي، ځکه یوه میاشت مخکې حاصل ته رسېږي او په وینا یې په بازار کې په ښه بیه خرڅېږي.

د کروندګرو په وینا که څه هم د پلاستیک لاندې دسبزيجاتو کر باندې یو څه اندازه ډېر لګښت کېږي، خو دا چې په وخت حاصل ته رسېږي؛ ګټه یې په عادي ډول د کرل شوو سبزجات څخه څو چنده زیاته وي.

XS
SM
MD
LG