د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د چینايي هوږې کښت؛ کروندګر یې له ګټې خوښ دي 


کندوز کې د چینايي هوږې کښت؛ کروندګر یې له ګټې خوښ دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د هوږې کرلو ته مخه کړې ده چې په وينا یې هوږه له نورو کښتونو څو چنده ډېر حاصل ورکوي او هم په لوړه بیه خرڅېږي. 

د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د هوږې کرلو ته مخه کړې ده چې په وينا یې هوږه له نورو کښتونو څو چنده ډېر حاصل ورکوي او هم په لوړه بیه خرڅېږي.

د چهاردرې ولسوالۍ د وردګو د کلي یو تن کروندګر ذبیح الله چې له تېرو دوه کالو راهیسې چینایي هوږه کري وايي له کښت او ګټې یې خوښ دی.

هغه وویل د ولاړ فصل هوږه یې په مني کې کرلې او د جوزا په میاشت کې حاصل ته رسېږي.

د ذبیح الله په وینا په یو جریب ځمکه کې پنځه دېرش منه هوږه کري او بېرته ترې تر ۶۰۰ منو پورې حاصل لاسته راوړي ترڅنګ یې بیه هم په بازار کې لوړه ده.

هغه امریکا غږ ته وویل: "په یو جریب کې تر پنځه دېرش منو پورې هوږه کرل کېږي او که سم خدمت یې وکړې تر ۶۰۰ منو پورې حاصل ورکوي. بیعه یې هم په بازار کې تر ۵۰۰ افغانيو پورې ده. نسبت نورو کښتونو ته ښه حاصل ورکوي او کم مصرف پرې راځي نورو کښتونو سره یې چې برابر کړې دا ښه ګټه کوي".

د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر له بندیز وروسته کروندګر هڅه کوي اصلاح شوي او خارجي تخمونه په نوې او ښه توګه وکري، ترڅو وکولای شي د کوکنارو په اندازه ګټه ترلاسه کړي خو دوی خپلو محصولاتو ته د بازار او سړو خونو نه شتون څخه سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG