د لاس رسي وړ اتصالات

د اعتیاد له امله مې عمر په هدیرو او کنډوالو کې تېر شو - یو روږدی  


د اعتیاد له امله مې عمر په هدیرو او کنډوالو کې تېر شو - یو روږدی  
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

د جمعه الدین په نوم یو تن معتاد چې شپاړس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي د نشه يي توکو له امله یې ټول ژوند په هدیرو او کنډوالو کې تېر شوی دی.  

د جمعه الدین په نوم یو تن معتاد چې شپاړس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي د نشه يي توکو له امله یې ټول ژوند په هدیرو او کنډوالو کې تېر شوی دی.

جمعه الدین د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په وړکوالي کې ایران ته د کار کولو لپاره تللی وو.

د هغه په وینا چې په ایران کې یې د یوه معتاد سره کار کاوه، نو ځکه هلته په نشه يي توکو روږدی شوی دی.

نوموړی وايي چې لومړی د نشه يي توکو له لوګي سره عادت شو او بیا له دغه کاریګر سره یې د څو ځل تاریاکو څکلو وروسته لومړی په تاریاکو او بیا په شیشه او پوډرو روږدی شو.

جمعه الدین وویل: "زه ډېر وړوکی وم. ایران ته تللی وم د کار لپاره. کار مې هم کاوه. یو ګچ کار سره مې کار کاوه بس ورو ورو معتاد شوم. له هغه سره چې مې کار کاوه اول دودي شوی وم. بیا پسته مې له دې سره تاریک څکل. پوه نه شوم خو زه یو وخت معتاد شوم. فکر مې نه کاوه چې زه به معتاد شم".

دغه معتاد وايي چې د نشه يي توکو له امله شپږ کاله کېږي چې خپل کور ته نه دی تللی او وايي چې ټول عمر یې په هدیرو او کنډوالو کې ژوند کړی دی او حتی د اعتیاد له امله یې واده هم نه دی کړی.

ددغه معتاد په خبره چې په ښار کې به بوجۍ په غاړه په ډېرانونو کې ګرځېده.

هغه وايي: "اعتیاد ماته ډېر ضرر رسولی دی. زما تقریبا ۱۶ کاله کېږي مواد مخدر مصرف کوم. مور او پلار رانه پاتي دي. شپږ کاله کېږي کور ته نه یم تللی. دغه ښار کې به مې بوجۍ په اوږه وه په قبرستان په قبرستان به ګرځېدم. یو وخت به مواد پیدا کېدل یو وخت به نه پیدا کېدل. ټول عمر مې همداسې تېر کړ. په قبرونو کې به مې ژوند کاوه چیرته چې مړي اوسېږي".

په بلخ کې ډېری ځوانان ایران ته له تللو وروسته په نشه يي توکو روږدي شوي دي. ددغو معتادینو په وینا چې په ایران کې د ډېر کار کولو، د کور لري والي، او ناپوهۍ له امله په نشه يي توکو روږدي کېږي.

XS
SM
MD
LG