د لاس رسي وړ اتصالات

نشو را څخه د مینې ډک ژوند او ګلالي بچیان هېر کړل - معتاد 


نشو را څخه د مینې ډک ژوند او ګلالي بچیان هېر کړل - معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د کندز د معتادینو د درملنې په روغتون کې یو تن معتاد چې پنځلس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي چې نشه یي توکو ترې د ژوند ټول خوندونه اخیستي وو او دده د مینې ډک ژوند او بچیان یې هم ترې هیر کړي وو. 

د کندز د معتادینو د درملنې په روغتون کې یو تن معتاد چې پنځلس کاله کېږي په نشه يي توکو روږدی شوی دی، وايي چې نشه یي توکو ترې د ژوند ټول خوندونه اخیستي وو او دده د مینې ډک ژوند او بچیان یې هم ترې هیر کړي وو.

دغه معتاد چې جان محمد نومیږي اوس یې تکل کړی دی چې په نشه يي توکو اعتیاد پرېږدي.

جان محمد وايي، د اعتیاد لامل یې د هغه په ويناء له بدو ملګرو سره ناسته پاسته او ګرځیدل وو. هغه وویل د اعتیاد په دغه اوږده دوره کې هغه پوډر، شیشه او چرس څکل.

جان محمد داسې وویل: "داسې معتاد شوم چې. کله مې چې واده وکړو او کور مې بیل شو. ما بې ځایه انډیوالانو سره ګشت او ګوزار وکړو. بس هغو سره زه په دغه عمل راغلم. کله چې په دغه عمل راغلم پلار هم رانه بیزراه و، ورور هم رانه بېزاره و. کورنۍ مې هم رانه زړه بد و. لس پځلس کاله ما دغه عمل وکړو. اوس دغلته زه د کور په رضایت راغلی یم. په دې پنځلس کاله کې مې چرس، پوډر او شیشه استعمال کړي دي."

دغه معتاد وايي چې د نشه يي توکو د استعمال له امله ترې ټوله کورنۍ او خپلوان خفه و نو ځکه اوس غواړي چې خپله درملنه وکړي.

هغه وویل: "ما ویل چې زه به له خپلې کورنۍ یوه ثانیه هم نه لرې کېږم. ما په عاشقۍ واده کړی دی. ګلالي بچیان لرم. خو کله چې په دې عمل راغلم. نو د دنیا نعمت ما به ځان قیامت کړو. هغه بچیانو نه ما لاس واخیستو. زه به کوشش کې ددې عمل وم. کوشش به مې کاوه چې خپل عمل پسې وګرځم."

کندز یو له هغو ولایتونو دی چې په زرګونو معتادین پکې شته او دغه ولایت د معتادینو د درملنې یو مرکز هم لري، چې تراوسه فعال دی او د معتادینو درملنه پکې روانه ده.

XS
SM
MD
LG