د لاس رسي وړ اتصالات

نشه یي توکي مې ځکه څکل چې ډېر کار وکولای شم – یو معتاد 


نشه یي توکي مې ځکه څکل چې ډېر کار وکولای شم – یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه شخصي کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي ددې لپاره چې ډېر کار وکولای شي، نشه یي توکي به یې استعمالول. 

د مزارشریف په ښار کې د معتادینو د درملنې په یوه شخصي کمپ کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي ددې لپاره چې ډېر کار وکولای شي، نشه یي توکي به یې استعمالول.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی لعل محمد ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، خو دی هلته په ایران کې ددې لپاره چې اضافه کار وکړای شي او ډېرې پیسې وګټي شیشې څکولو مخه کړې وه. د لعل محمد په وینا چې اته کاله کېږي په نشه یي توکو روږدی دی.

لعل محمد وايي: "دلته مې چرس وهل. بیا ایران ته ولاړم. هلته بیا په دې شیشي باندې مشغول شوم. چې دلته بیرته راغلم زما اعصاب یې خراب کړل. دا اوه اته کال کېږي چې زه په دې باندې مشغول وم. اوس دې کمپ ته راغلی یم. دا اوس شکر درې میاشتې مې کېږي چې ترک کړي مې دي".

لعل محمد په ایران کې په نشه یي توکو د روږدي کېدو کیسه داسې کوي: "داسې معتاد شوم، چې هلته مې کار کاوه. دلته خو ما دا چرس مصرف کول. یو وخت کې هلته نګهبانان و په شیشې باندې مشغول و. ما چې یو دوه ځلې ورسره ووهل نور مې کار د لاسه نه کېدای. خو دا به مې چې ووهل په شپې او ورځې به ویده کېدم نه. کار به مې کاوه. نور یې کش کړم دې کار. دلته چې بیرته راغلم بس زما نور څه شی په وس نه و. بس همدا نشه به مې کوله".

دغه معتاد وایي چې له درې میاشتو راپدیخوا یې خپله تداوي ځکه پیل کړي، چې د اعتیاد په وخت کې په هوش او حواس کې به نه وو او له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره به یې بد چلند کاوه.

د مزارشریف ښار د معتادینو په کمپونو کې د لعل محمد په څير په لسګونو معتادین شته چې ایران ته د کار لپاره تللي وو، چې بیرته په نشه یي توکو روږدي راستانه شوي دي.

ددغو معتادینو په وینا په ایران کې د ډېر کار کولو، ناسمو ملګرو سره ناستې او د کور نه لریوالی ددې لامل شوي چې په نشه یي توکو روږدي شي.

XS
SM
MD
LG