د لاس رسي وړ اتصالات

یو طالب وسله وال وایي له زندان تېرولو وروسته معتاد شو 


یو طالب وسله وال وایي له زندان تېرولو وروسته معتاد شو 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پخوانی سرګروپ وايي چې په باګرام زندان کې له زنداني کېدو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی. 

د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پخوانی سرګروپ وايي چې په باګرام زندان کې له زنداني کېدو وروسته په نشه یي توکو روږدی شوی دی.

د کندز د معتادینو په روغتون کې تر درملنې لاندې دغه معتاد چې مهجتي نومیږي، وايي هغه د ددغه ولایت په چهادرې ولسوالۍ کې د طالبانو یو سرګروپ وو.

درملنې لاندې دغه معتاد وایي چې په نشه یي توکو د روږدي کېدو علت یې په باګرام زندان کې د پنځه کاله بند محکوم کېدل او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول دي.

مهجتي وویل: "د معتاد کېدو علت مې دا وو چې امریکایانو راباندې چاپه ووهله. بوتلم یې پنځه کاله مې باګرام زندان کې تېر کړل. بېرته چې راغلم جنګونه وو. له دې غم نه زه معتاد شوم".

مهجتي د خپل زنداني کېدو کیسه داسې کوي: "کندوز کې وم. د طالبانو سرګروپ وم. په ما یې چاپه ووهله طیارو، هوايي او ځمکني ځواکونه راغله زه یې جګ کړم. زما محکمه هم په کندز کې ونه شوه. زما محمکه په باګرام کې وشوه".

د طالبانو دغه پخواني سرګروپ وویل چې اوس ځکه د معتادینو روغتون ته راغلی چې روغ شي او په وینا یې چې بیرته د طالبانو سره یو ځای شي او د عسکرۍ وظیفې ته ستون شي.

هغه وویل: "څلور کاله به کېږي چې زه معتاد وم. په شیشه معتاد وم. فعلاً راغلی یم تداوۍ ته. چې زه خپله تداوي وکم. چې زه بېرته صحتمند شم او خپلې عسکرۍ ته مې لاړ شم ".

ددغه معتاد د زنداني کیدو د تائيد لپاره د بل اړخ نظر نه لرو.

XS
SM
MD
LG