د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز کروندګر له وچکالۍ او د فصلونو له مرض سر ټکوي 


د کندز کروندګر له وچکالۍ او د فصلونو له مرض سر ټکوي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې تل په پراخه کچه غنم او وریجې کرل کېږي، خو سږ کال کروندګر وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د وریجو پر ځای یې مۍ او کونځلې کرلي خو دا فصلونه یې هم سږ کال د مرضونو له امله ښايي سم حاصل ونه کړي. 

د کندز د چهاردرې په ولسوالۍ کې تل په پراخه کچه غنم او وریجې کرل کېږي، خو سږ کال کروندګر وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د وریجو پر ځای یې مۍ او کونځلې کرلي خو دا فصلونه یې هم سږ کال د مرضونو له امله ښايي سم حاصل ونه کړي.

د چهاردرې کروندګر وايي دوی ځکه وریجي نه دي کرلي چې وریجي ډېرې اوبو ته اړتیا لري او د دوی په وینا سږ کال د چهادرې ولسوالۍ سیند د تېرو کالونو په اندازه اوبه نه لري.

ددې ولسوالۍ د حلقه قول د کلي کروندګر وحیدالله وايي چې هر کال به یې په خپله ځمکه کې وریجي کرلې او په وینا یې چې د وریجو حاصل به یې ډېر ښه و خو له تېرو دوو میاشتو راپدیخوا د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي، نو ځکه یې کونځلې او مۍ کرلي دي.

ددغه کروندګر په وینا چې سږ کال یې مۍ او کونځلو ته هم په پوره توګه اوبه نه دي ورکړي او وايي چې کښت یې د اوبو د کموالي له امله مرض هم کړی.

هغه زیاتوي چې سږ کال به یې د کونځلو کښت ښه حاصل و نه کړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "کونځلو هم سږ کال مرض اخیستی. د اوبو له لاسه. شکرک یې کړی. دا هم نه کېږي. سږ کال په نیمایي حاصل کوي".

کروندګر وحیدالله وايي چې تېر کالونه کې به یې وریجې کرلې او زیاتوي چې له وریجو به یې ډېر حاصل اخیسته. د هغه په وینا له یو جریب ځمکې به یې ۱۲۰ منه وریجې حاصل اخیسته. هغه وايي: "مخکې به یې په جریب ۱۲۰ منه یا ۱۱۰ منه وریجي حاصل راکوو. درې جریبه ځمکې به ۳۰۰ تر ۳۵۰ منه وریجې کولې. اوس درې جریبه ۱۵۰ منه مۍ نه شي کولی".

کندوز هغه ولایت دی چې غنم او وریجي په کې په زیاته کچه کرل کېږي او ددې له امله د افغانستان د کندو نوم ورکړل شوی دی.

خو سږ کال په چهادرې او علی اباد ولسوالیو کې د اوبو د کموالي له امله وریجي نه دي کرل شوي خو ددغو ولسوالیو سربېره د خان آباد او امام صاحب ولسوالیو کې سږ کال وریجي بیا کرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG