د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو یو کال پوره کېدل؛ طالبانو سبا رخصتي اعلان کړې


د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو یو کال پوره کېدو په مناسبت سبا چهارشنبه اګست ۳۱ ( وږې نهمه) په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د متحده ایالاتو د سرتیرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۳۰مه (وږې اتمه) له افغانستان څخه ووتله چې په دې سره په دغه هیواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پرېکړې په اساس د « امریکا له اشغال څخه د هیواد د ازادۍ» په مناسبت سبا د وږې نهمه په ټول هیواد کې رخصتي ده.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۳۰مه پيل شو، او وروستی امریکايي سرتیری د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۳۰مه له افغانستان څخه ووتی.

د اګست میاشتې له ۱۴ مې نېټې یوه ورځ مخکې تر دې چې طالبان پر کابل مسلط شي، د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه ۱۲۲زره کسان بهر ته و ایستل شول. له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د تخلیې پروګرام پر مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نژدې په ځانمرګي برید کې چې مسؤلیت یې داعش ـ خراسان څانګې واخیست نژدې ۱۷۰ ملکي افغان وګړي او ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو تر وتلو وروسته پیغام کې، په افغانستان کې د داعش ـ خراسان څانګې ته خبرداری ورکړ چې له دغه ډلې سره د امریکا متحده ایالاتو معامله لا تر اوسه پای ته نده رسېدلې.

د متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه ویلي و هر هغه څوک چې امریکا ته د زیان رسولو نیت لري، هیڅ ځای به یې پرېنږدو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د یوې ادعا په حد کې دي او زیاته یې کړه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و په داسې حال کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دې اړه د امریکا څخه شواهد غواړي وویل چې موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په برید کې وژل شوی دی.

طالبان پر داسې مهال له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو په مناسبت سبا چهارشنبه رخصتي اعلان کړې چې د هغوی مشر ملا هبت الله اخندازه تر دې مخکې خپل پیغام کې د امریکا په ګډون له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې وه.

طالبانو په دغه موده کې له امریکا څخه څو ځله غوښتي چې په کابل کې د خپل سفارت په بیرته خلاصولو سره له افغانستان سره په ډپلوماتیکو برخو کې خپلې اړیکې وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د هغوی حکومت د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبانو تل ادعا کړې چې د مشروعیت لپاره یې لازم شرایط پوره کړي، خو نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې د نړیوال مشروعیت لپاره د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقوقو ته احترام وکړي، له تروریستي شبکو سره اړیکې قطعه او ټول شموله حکومت جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG