د لاس رسي وړ اتصالات

 د ډېر کار کولو له امله په نشه یي توکو روږدی شوم – درملنې لاندې معتاد 

 د ډېر کار کولو له امله په نشه یي توکو روږدی شوم – درملنې لاندې معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د کندز د معتادینو د درملنې په اتیا بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په نانوايي کې د ډېر کار کولو په وخت ددې لپاره چې ویده نه شي په نشه یي توکو روږدی شوی دی او اوس یې تکل کړی چې درملنه یې وشي. 

په نشه یي توکو دغه معتاد نقیب الله چې په جلال اباد ښار کې په یوې نانوایۍ کې کار کاوو وايي، کار پرې ډیر وو او د کاري فشار د کمولو لپاره یوه کس د شیش د څښلو لپاره وهڅوه چې وروسته پرې پوخ معتاد شو.

د نقیب الله اته کاله کېږي چې په نشه یي توکو (شیشه) روږدی شوی دی. اوس د هغه پنځه دېرشمه ورځ ده چې د کندوز د معتادینو په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

هغه وايي چې په خپله خوښه روغتون ته د درملنې لپاره راغلی او په وینا یې چې روغتون ته د درملنې لپاره ځکه راغلی چې خپل عادي ژوند له سره پیل کړي.

هغه وویل: " اوس پنځه دېرشمه ورځ ده دلته زه راغلی یم په خپل طبعیت. بیرته غواړم چې خپلې کورنۍ ته ستون شم. مور رانه خفه ده، ورور رانه خفه دی. بچیان مې راسره خبرې نه کوي. اوس چې دلته راغلی یم. غونډ مې پوښتنه کوي. هر یو تن مې قدر او عزت کوي.".

نقیب الله وايي کله چې معتاد و ژوند یې ستونزمن شوی و او زیاتوي چې د شه يي توکو د پیدا کولو لپاره به یې له یو او بل څخه په سوال پیسې اخیستلې.

د طالبانو حکومت پدې وروستیو کې وویل چې افغانستان ته د صنعتي مخدراتو قاچاق زیات شوی او پدې وروستیو کې یې زیاته اندازه نیولي هم دي. د نقیب الله په څیر د شیشې د کارکوونکو معتادین شمیره اوس مخ په ډيریدو ده او که څه هم دقیق ارقام وجود نه لري خو اکثرا معتادین وايي چې د نورو نشه يي توکو ترڅنګ شیشه هم کاروي.

XS
SM
MD
LG